افغانستان

په ترکیه کې د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه

په ترکیه کې د یو شمېر افغان سیاستوالو غونډه د اعلامیې له خپریدو پرته پای ته ورسیده

راپورونه وايي چې د ترکیې په استانبول کې د یو شمېر افغان سیاسي څېرو دوه ورځنۍ غونډه، چې د “ملي خبرې اترې بهیر” په نوم د پنجشنبې په ورځ پیل شوې وه، د جمعې په ورځ پای ته ورسېده.

ویل کیږي چې دا غونډه د ترکیې په ملاتړ ترسره شوې وه او د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر معتدله او ځوانو جګپوړې څېرو پکې ګډون کړی وو، خو دا غونډه د جمعې په ورځ بې له دې چې کومه اعلامیه خپره کړي، پای ته ورسیده.

د اجنډا او هدف

د غونډې برخوالو هڅه وکړه چې د خپلې اجنډا او هدف په اړه رسنیو ته څه ونه وايي.

ځینو رسنیو ویلي چې دا غونډه د جمهوري نظام د باندنیو چارو پخوانی مرستیال وزیران حکمت خلیل کرزي، ادریس زمان، او همداراز د اقتصاد پخواني وزیر مصطفی مستور، په مشرۍ ترسره شوه.

د دې غیرعلني غونډې بحثونه د افغانستان د سیاسي وضعیت ارزونې او د ثبات د لارو چارو موندلو ته ځانګړي شوي وو.

نور ولولئ: د افغان-قزاق سوداګریز وصل کېدل او دویم لوی نندارتون

نور ولولئ:  په ملي صنعت او نړیوال نندارتون کې ښځې سوداګرې

د افغانستان د ملي ګوند مشر، جعفر مهدوي، په غونډه کې د ګډون لپاره له کابل څخه دې استانبول ته تللی و.

مهدوي په غونډه کې وویل: “زه هیله لرم چې د طالبانو چارواکي به د دې ارزښتمن اسلامي او ملي دریځ په درک کولو ګټور ګامونه پورته کړي، ترڅو د ټول شموله خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي.”

مشخص جزیات نه دي خپاره شوي

سرچینو تایید کړه چې شاوخوا ۵۰ کسانو په دې غونډه کې ګډون کړی وو، چې پکې د افغانستان د پخواني حکومت سیاسي استازي او د ښځو د حقونو فعالانې لکه شکریه بارکزۍ، فوزیه کوفي، او شاه ګل رضایي شاملې وې.

خو ګډونوالو د بحثونو مشخص جزییات نه دي خپاره کړي.

په ترکیه کې د طالبانو پخواني مخالفان، چې ډېر یې جنګسالارن بولي، هم کله نا کله حضوري او انلاین غونډې کوي خو راپورونه وايي چې د ترکیې حکومت اجازه نه ورکوي چې له دغه هیواده د طالبانو پر ضد پراخ فعالیت وکړي.

خو داسې هم ویل کېږي چې دغه ناسته د حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په هڅو له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره هڅه وه، خو تر اوسه دغه خبره تائید شوي نه ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button