په زړه پورې

په توره شپه کې ډېره رڼا د الزایمر خطر زیاتوي

نوي څېړنه وايي، په توره شپه کې ډېره رڼا په پخو عمر لرونکو کې د الزایمر لرونکو کسانو خطر زیاتوي

الزایمر زیاتېدل یوه ناروغي ده.

الزایمر یا هېره هغه ناروغي ده چې عموماً د ډېر عمر کسانو ته پیدا کېږي خو احتمال شته چې د پاخه عمر کسان هم پرې اخته شي. له دې کبله اوس د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ډېرې څېړنې کېږي.

په یوه تازه څېړنه کې ویل شوي چې د شپې په مخه ډېره رڼا، لکه د موبایل او یا تېز ګروپ (څراغ)، چې ځینې یې د رڼا ککړتیا بولي، په ۶۵ کلونو او تر دې د زیات عمر کسانو د الزایمر له زیاتېدو سره مرسته کوي.

afghan (57)

په ډېر عمر لرونکو کې د الزایمر ناروغۍ زیاتېدل

څېړونکي وايي، ورته څرګنده شوې چې په شپه کې ډېره رڼا په الزایمر یا هېرې د ژر اخته کېدو خطر زیاتوي؛ په تېره بیا په هغو کسانو کې چې عمرونه یې ۶۵ کلونو ته رسیدلي دي.

د امریکا په شیکاګو کې د طبي مرکز استاد او د څېړونکو د ډلې مشر رابین ویګټ زووالا وايي:

“موږ ته څرګنده شوه چې د الزایمر ناروغۍ د خپریدو او د شپې له ډېرې رڼا سره مخامخېدل، په تېره بیا د پاخه عمر کسانو په منځ کې، له یو بل سره ډېر ارتباط لري.»

نور ولولئ: د مغزي سکتې په مخنیوي کې مرسته کوونکي خواړه

نور ولولئ: کوم خواړه د زیات وزن په بایللو کې مرسته کوي؟

څیړونکو په ۴۸ ایالتونو کې د رڼا اندازه په پام کې ونیوله او پر ګڼو کسانو یې څېړنې وکړې.

له رڼا پرته نور فکټورونه

دوی ته څرګنده شوه چې ډېره رڼا د الزایمر ناروغۍ یو عامل دی خو نور فاکتورونه یا عوامل لکه د قند یا شکر ناروغي، لوړ فشار، سټروک او نور هم خپل اغېز لري.

“موږ په ډاګه کوو چې په متحده ایالاتو کې د الزایمر ناروغۍ خپریدو او د شپې د رڼا سره د تماس ترمینځ مثبت تړاو شتون لري ، په ځانګړي توګه په هغو کسانو کې چې عمرونه یې د 65 کلونو څخه کم دي ،” مخکښ څیړونکی رابین وویګټ زووالا ، د رش پوهنتون د طبي مرکز همکار پروفیسور وویل.

ډېر کسان په تیاره کې له موبایل څخه د خواله رسنیو د لیدلو لپاره کار اخلي. په تیاره کې د ویډیوګانو او نورو مطالبو له لیدلو په دې خاطر هم ځان وساتئ چې سترګې مو کمزورې کېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button