نړیوال خبرونه

په جوزجان کې د درسونو له پیلېدو د ښځینه زده‌کړیالانو هرکلی

په جوزجان ولایت کې د دولتي پوهنتون د درسونو له پیلېدو د دې پوهنتون زده‌کړیالانې او زده‌کړیالان هرکلی کوي او زیاتوي، له هر ډول خنډ پرته خپلو درسونه وايي.

د انجنیري پوهنځي زده‌کړیاله مدینه ابراهیمي وايي: «درسونه مو ډېر ښه روان دي، حاضري شته او له ټولو کسانو چې هر پوهنځي ته بریالي شوي، هیله کوم چې خپلو درسونو ته رسېدنه وکړي.»

د ښوونې او روزنې زده‌کړیال مزاري خیرخواه وايي: «موږ ډېر راضي یوو. استادان مو پر وخت راځي او موږ ته درس راکوي، تر دې مهاله هېڅ ستونزه نه‌لرو او د امنیتي له لحاظه هم کومه ستونزه‌ نه‌شته.» د جوزجان پوهنتون استادان وايي، د دې پوهنتون درسونه دوه وخته یانې سهار او غرمه ادامه لري او د مسلکي استادانو کموالی د زده‌کړیالانو لپاره یوه ستونزه بلل کېږي.

نور یی ولوله | کیون پیټرسن: که زه د هند لوبډلې ټاکونکی وای نو عمران ملک مې لوبډله کې شاملولو

د جوزجان پوهنتون استاد ګوزل برلاس طلوع‌نیوز ته وايي: «په جوزجان پوهنتون کې په نورمال ډول درسونه روان دي او زده‌کړیالان هم راضي دي. استادان هم په منظم ډول رسیدګي کوي.» بل‌پلو د دې پوهنتون رییس حیا‌ت‌الله حقجو وايي، په‌دې پوهنتون کې نجونې او هلکان په جلا ټولګیو کې درسونه وايي.

د جوزجان پوهنتون رییس حیا‌ت‌الله حقجو وايي: «ښځینه زده‌کړیالانو د ټولګیو له وېش راضي دي، موږ دا موضوع په ځلونو ارزولې ده، پوښتنه مو ترې کړې او هغوی ویلي چې ډېر راضي دي.»

د جوزجان پوهنتون رییس له ټولو زده‌کړیالانو غواړي چې د پوهنتون اصول او قوانین په سم ډول رعایت کړي. د دې پوهنتون ښځینه زده‌کړیالانو له حکومته غواړي کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره ښوونځي هم پرانیزي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button