لوبې

کیون پیټرسن: که زه د هند لوبډلې ټاکونکی وای نو عمران ملک مې لوبډله کې شاملولو

د انګلستان پخواني لوبډلمشر کیون پیټرسن په یوه مقاله کې ویلي، که هغه د هند د غوراوي کمیټې مشر وای نو عمران ملک به په لوبډله کې شامل کړای وای. نوموړی له هندي ټاکونکو غواړي چې عمران ملک ژر په ټیسټ لوبډله کې شامل کړي.

۲۲ کلن عمران ملک په سږني آی پي ایل کې په ۱۵۰ سرعت سره په دوامداره توګه توپ اچونه کوي. نوموړي په تېره لوبه کې د آی پي ایل په تاریخ کې تر ټولو چټک توپ اچونه وکړه د دغه توپ سرعت ۱۵۷ و.

پیټرسن په یوه مقاله کې څرګنده کړې چې عمران ملک باید د انګلستان پر وړاندې په اولډ ټریفورډ کې د ټیسټ لوبې لپاره د هند په لوبډله کې شامل شي. هغه زیاته کړې که زه ټاکونکی وای نو ما دا کار کاوه.

نور یی ولوله | امریکا: که له افغانستانه خطر احساس کړو، پوځي ګام پورته کوو

پیټرسن ویلي چې د انګلستان د توپ وهونکو لپاره به ستونزمنه وي چې د عمران ملک بالونه لوبه وکړي. پیټرسن لیکي چې دا مهال په آی پي ایل کې ډېر ځوان هندي چټک توپ اچونکي شته. د بهرنیو توپ اچونکو په منځ کې یوازې لوکي فرګوسن او الزاري جوسف له عمران ملک سره سیالي کولی شي.

نوموړي د کارتیک تیاګي او محسن خان د چټکې توپ اچونې ستاینه هم وکړه خو عمران ملک یې زیات ستایلی دی. هغه وایي عمران ملک د ډیلي خلاف د ۱۵۷ سرعت سره توپ وغورځاوه، چې دا واقعیا حیرانتیا وړ سرعت دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button