Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کتاب لوستلو دود پيکه شوی

په کابل ښار کې د خپرندویو ټولنو او کتاب پلورنځيو مسوولين وايي چې د پخوا په پرتله يې کاروبار ضعيف شوی

بلخوا کتاب لوستنه زياتې ګټې لري چې موږ يې په ورځني ژوند کې د کتاب لوستلو او مطالعې ۱۰ ګټو ته نن اشاره کوو.

ډېر کسان د یو ښه کتاب د لوستلو له ګټو ندي خبر، د ورځې په اوسط ډول لس دقیقې مطالعه کولای شي تاسې یوې نوې نړۍ ته یوسې، چې له دې نوې نړۍ څخه د یو څه په یادولو تاسو کولای شئ خپل ژوند ته لا غوره والئ ورکړئ.

۱- مطالعه د الزایمر ناروغۍ مخنیوی کوي:

څېړنو ښوولې هغه کسان چې ورځنۍ مطالعه نه لري، دوه نیم برابره ډېر د هغو کسانو په نسبت چې په ورځني  توګه مطالعه کوي زیات په آلزایمر ناروغۍ اخته کېږې، دا په دې مانا نه ده چې مطالعه د الزایمر ناروغۍ مخنیوی کوي بلکې دا ښيي چې د مطالعې او الزایمر ناروغۍ ترمنځ مستقیمه رابطه موجوده ده.

۲- له مطالعې سره تاسو تل د نویو څیزونو زده کولو په حال کې یئ:

که تر اوسه نه پوهېدئ، اوس پوه شئ چې د کتاب لوستل مو مغز له نویو او مفیدو څیزونو څخه ډکوي. هغه څیزونه چې دقیق نه پوهېږو چېرې او چا ویلي خو په موقع کې مو یاد ته راځي او په واسطه یې خپل کار مخته وړلای شو. مطالعه انسان لا بیداره کوي، ځکه نه یواځې دا چې مطالعه مو مغز له نویو خبرونو ډکوي بلکې د دې سبب هم ګرځې چې هغه په مناسب وخت کې یاد ته راوړلو وروسته استعمال او نورو ته یې ورسو.

۳- هغه کسان چې مطالعه کوي په ډېر ګمان سپورټ هم کوي او ډېر اجتماعي هم وي:

څېړنو ښوولې هغه کسان چې ډېره مطالعه کوي، د مدني او اجتماعي حالاتو له لوري ښه موقفونه لري، دا په دې مانا چې کتاب لوستل او مطالعه ستاسو په ژوند کې د لا بریاوو سبب کرځي.

۴- مطالعه مو ذهني سټرېس یا فشار له منځه وړي او حالت مو ښه کوي:

د ذهني نارآمئ لرې کولو لپاره یواځنۍ لار مطالعه ده چې تا او ستا نا ارامه ذهن یوې نوې نړۍ ته بیایي. څېړنو ښوولې چې ۶ دقیقې مطالعه له تاسو سره مرسته کوي چې ۶۸٪ ذهني فشار مو کم کړي.

۵- کتاب مو روغ ساتي:

کتاب لوستل لکه د یوښه فلم کتل یا د غوره موسیقۍ اورېدل، چې تېرې تجربې او خاطرې مو بیا را تازه کوي، اوله یوې نوې زاویې ورته ګورئ. مثلآ؛ د مطالعې وخت کې لولئ چې د لیکونکي ستونزې ستا ستونزو او مشکلاتو ته ورته دي نو د لیکونکي له تجربو څخه په ګټې اخستنې خپلو ستونزو ته د حل غوره لار پیدا کولای شئ.

۶- مطالعه انسان ته د لا ښه تشرېح کولو توان ورکوي:

په ټوله کې انجنیران، ډاکتران او راتلونکي مشران هر څومره چې زیاته مطالعه وکړي په همغه اندازه د ایډيال شخص مالومول او د اړیکو لا ښه وېشل آسانه او راحتوي.

۷- مطالعه تاسو ته نوي لغتونه در زده کوي او لا ډېر پوه مالومېږئ:

هر څومره مو چې نوي کتابونه لوستي وي په همغه اندازه له نویو کلمو سره بلديږئ او دا نوي زده شوي لغتونه او کلمې یوه ورځ ستاسو په ورځني ژوند کې خپل ځای پیدا کوي. په دې اساس مونږ ټول د نویو لغتونو زده کولو او پخپل ځای یې استعمال ته هم اړتیا لرو نو په دې اساس مطالعه او کتاب لوستل د دې ستونزې یواځینۍ لار ده.

۸- د کتابونو لوستل او مطالعه له تاسو سره مرسته کوي چې ښه لیکوال واوسئ:

څېړنو ښوولې چې د یو ښه کتاب لوستل له تاسو سره مرسته کوي چې د دې کتاب د لیکونکي د لیکلو مهارت ستا پر لیکلو تاثیر وکړي. لکه څنګه چې د یوې ښې موسیقۍ اورېدل ستاسو په ذوق او سیلیقې تاثیر کولای شي.

نور ولولئ: په هرات کې د کتابونو نندارتون جوړ شوی

۹- کتاب لوستل یا مطالعه د دې سبب ګرځې چې نور ښه درک کړای شئ:

د ناولونو او ستاسو د ایډیال د خاطراتو په لوستولو سره تاسو کولای شئ چې د خپل ژوند او تجربو تر څنګ تاسو ته د نویو تجربو درک درښکاره کړي او ورځنیو ستونځو ته ښې او لا غوره حل لارې پیدا کړای شئ.

۱۰- هغه کسان چې ډېره مطالعه کوي تر نورو بهتره دنده او ژوند لري:

ویلسو فلچر وایي: مطالعه د انسان لپاره ډېرې دروازې خلاصوي او ژوند آراموي. د کتاب لوستل او مطالعه په ټوله کې د انسان حالت بهتروي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button