نړیوال خبرونه

په زړه پوری خبر: د مودرنا کمپنی واکسين ۹۴,۵ سلنه‌ موثر ثابت شوي دي

په زړه پوری خبر: د مودرنا کمپنی واکسين ۹۴,۵ سلنه‌ موثر ثابت شوي دي. داسې حال کې چې نړۍ د نوي کويډ١٩.ناروغی سره لاس او ګریوان ده‌ د ساينس له ډګره بيا ښه خبرونه راروان دي، تراوسه پورې دوه داسې ښه خبرونه خپاره شوي چې علمي ټولنې جدي نيولي دي.او د خبر هرکلی ېې هم کړی.

تازه امريکا کې د مودرنا شرکت د خپل واکسين اعلان کړی دی چې په انسانانو تر موجود بل هر واکسين موثره دی، د مودرنا او د امريکا د حکومت د بنسټ ترمنځ په ګډه جوړ شوی دا واکسين په انسانانو ۹۴,۵ سلنه اغېزناک ثابت شوی دی، په ساده ژبه دا نوی واکسين تقريباً ۹۵ سلنه انسان د نوي کورونا ويروس څخه مخنیوی کې اغیېزناکه ثابت شوي دي.په امريکا کې ددې واکسين ښه خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې ددې هېواد روغتيايي بنسټونه نور د ناروغانو د ځای په ځای کولو او پاللو له وړتيا څخه په لوېدو دي، په امريکا کې په ورځې کې نور د نويو ناروغانو ارقام سلو زرو ته رسېږي.او لا هم امکانلري چې نور هم زیات شي.

د دغې شرکت تر اعلامیې وړاندې يوه جرمني او امریکايي شرکت هم په ګډه د ۹۰ سلنه اغېز لرونکي واکسين خبر ورکړی و، خو دا نوی واکسين نه يوازې چې په تاثير او اغېز کې تر پخواني قوي دی بلکې نورې داسې ځانګړنې هم لري چې د کورونا ويروس سره روانه مبارزه لا اسانه کولی شي.دا واکسين د مقاومت لوړ خواص لري او ژر نه خرابېږي، يانې ژر يې مواد خپل خواص له لاسه نه ورکوي او نور تعاملونه نه رامنځته کوي، د مودرنا د شرکت په وينا چې دا واکسين تر ۳۰ ورځو په يخچالي ډیپوګانو او زېرمو کې ساتل کېدی شي، او بیا هم ترینهداستفاده کیدایشي.

ددې نه علاوه دا واکسین د کوټې يا اطاق په تودوخه کې هم تر ۱۲ ساعتونو نه خرابېږي.سکای نيوز بيا د مودرنا شرکت په حواله ليکلي دي چې دا واکسين په قوي یخچالونو کې چې منفي شل درجې سوړ والی ولري ان تر ۶ مياشتو پورې ساتل کېدی شي.تیره هفته بيوتیک او فيزر کمپنۍ هم خپل واکسين په ګډه‌ اعلان کړ، ددې واکسين په هکله ځينې اندېښنې موجودې وې، ځکه بايد ډېر په ټيټه درجه کې ساتل شوی وی که نه د خرابېدو ستونزه پکې رامنځته کېده، دې کار بيا د واکسين د ساتلو او وېشلو په وړاندې ستونزې راپيدا کولې.

د دواړو شرکتونو واکسينونه داسې ټېکنالوژي کاروي چې د کويډ 19 سره د مبارزې چاره ګړندۍ کوي، دا واکسينونه د‌ انسان حجرو ته دا امر او تعلیمات ورکوي چې په اوتومات ډول د کورونا ويروس انتيجن جوړ‌ کړي، دا انتيجن بيا په بدن کې ددې سبب کېږي چې انتي کور يا انتي باډي جوړ شي، انتي باډي بيا د ويروس سره په مبارزه کې لومړی رول لري او ویروس له منځه وړي.نړیوالو ددې واکسین هرکلی کړی او وايي چې دا ډېر ښه خبر دی چې دې واکسین سره انسانانو ژوند ژغورل کیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button