په سوریه کې د بشار اسد پلویانو په کمین کې ۱۴ نظاميان وژل شوي
سوریه کې چارواکو ویلي چې د اسد پلویانو په ‘کمین’ کې د امنیتي ځواکونو ۱۴ کسان وژل شوي دي
د یاغیانو په مشرۍ د سوریې نوي چارواکي وايي، د دې هېواد په لوېدیځ کې د مخکیني ولسمشر بشار الاسد پلوي وسله والو په ‘یوه کمین’ کې د کورنیو چارو وزارت ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي، پېښه د مدیتراني سمندر په ساحلي سیمه تارتوس کې پر سې شنبه رامنځته شوې ده.
په یوه مخکیني افسر په نیولو پسې روان ځواکونه
رپوټونو کې ویل شوي، پر امنیتي ځواکونو برید هغه مهال وشو، چې دغه ځواکونه په سیمه کې د یوه مخکیني افسر د نیولو لپاره ورسېدل.
د رپوټونو له مخې دوی غوښتل دا کس پلازمېنې دمشق ته نژدې په بدنام صیدانیا زندان کې د خپل رول په تړاو ونیسي.
دوې اونۍ مخکې د بشار الاسد حکومت د یاغیانو له بریدونو وروسته نسکور شو، چې مشري یې اسلامپاله هیئت تحریر الشام ډلې کوله.
نور ولولئ: د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، سوریه یوازې نه پرېږدي
نور ولولئ؛ ابو محمد جولاني: موږ نه غواړو چې سوریه د افغانستان په څېر شي
د بشري حقونو یو څار ډله (اېس او اېچ ار) چې مرکز یې بریتانیا کې دی وايي، په دې نښته کې درې وسله وال کسان هم وژل شوي دي.
اېس او اېچ ار مسوولین وايي، د امنیتي ځواکونو مرستې ته وروسته نور ځواکونه هم ورغلي.
په حمص ښار کې د ګرځبندیز اعلان
بل لور د سوریې دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چارواکو د دې هېواد په مرکزي حمص ښار کې د شپې لخوا په ګرځېدو – راګرځېدو بندیز لګولی دی.
د رپوټونو له مخې دغه بندیز له هغه وروسته ولګول شو، چې په ظاهره د علوي فرقې پر اړوند یوه زیارت له برید وروسته په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شو.
د سوریې کورنیو چارو وزارت وايي، دا یوه پخوانۍ ویډیو ده، چې پر حلب د یاغیانو برید پر مهال د نومبر په وروستیو کې ثبت شوې وه او تاوتریخوالی د نامعلومو کسانو د ډلو له لوري پیل شوی و.
اېس او اېچ ار مسوولین بیا وايي، په حمص کې یو مظاهره کوونکی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
له تارتوس، لتاکیا او د مخکیني ولسمشر بشار الاسد له پلرنۍ سیمې قرداحه هم د مظاهرو رپوټونه ورکړل شوي دي.
علوي فرقه یوه لږکۍ ده، چې د اسد کورنۍ هم د همدې فرقې اړوند ده. دغه راز د مخکیني حکومت ډېری پوځي او سیاسي اشراف د همدې فرقې اړوند کسان وو.