هنر او ادب

په عراق کې ۲۸۰۰ کاله عمر لرونکي ډبرینه لیک‌دړه

عراق ته دغه تاریخي او لرغوني ډبرینه لیک‌دړه له ایټلیا ورګرځول شوې

د عراق حکومت یوه ۲۸۰۰ کاله لرغونې ډبرینه لیک‌دړه چې له څلورو لسیزو وروسته له ایټالیا ورګرځول شوې، نندارې ته وړاندې کړې ده.

عراق یا پخوانی بین النهرین هغه ځای دی چې خورا تاریخي قدامت لري او په تاریخ کې ډېر داسې څه شته چې بشر ته په خیر تمامېږي او ددې ویاړ عراق او عراقیان لري. عراق یو وخت د علماوو زانګو بلل کېده او دې خاورې داسې شخصیتونه دنیا ته وړاندې کړي چې نن هم اسلامي نړۍ او هم ورباندې کفري نړۍ ویاړ کوي. یوازې دا ډبرینه لیک‌دړه نه بلکه نور ډېر تاریخي او لرغوني اثار دي چې د عراقي تمدن استازیتوب کوي او ثابتوي یې. خو دا ډبره هم جالبه او خورا لرغوني ده چې د عراق تمدن ته سړی ورستنوي او ورڅخه خبروي یې.

د لیک‌دړې میخي لیک او ایټلیا له لوري عراق ته سپارل

پر دې لوحې چې ویل کېږي د بابلیانو د شاهي دورې د مهال ده، په میخي خط لیکل شوي دي.‌

دا ډبرینه لیک دړه تېره اوونۍ د ایټالیا بولونیا ښار ته د عراق د ولسمشر عبداللطیف رشید د سفر پر مهال هغه ته سپارل شوې وه.

نور ولولئ: د غزني تاریخي ابدو لېدنې ته ګڼ سیلانیان ورمات شوي

د ایټالیا پولیسو دغه لیکدړه په ۱۹۸۰یمو کلونو کې نیولې خو تر اوسه روښانه نه ده چې لومړی ځل څنګه موندل شوې او بیا ایټالیا ته لېږدول شوې ده.

د عراق د کلتور وزیر احمد بدراني وايي ښايي دغه ډبرینه لیک‌دړه د موصل اوبو بند د جوړېدو پر مهال د تاریخي اثارو د راسپړنې پر مهال موندل شوې وي.

دغه بند هماغه مهال جوړېده.‌

د عراق ګیلمېش ډبرینه لیکدړه ۳۵۰۰ کاله لرغونتیا لري

بین النهرین تاریخي سیمه چې د بشري تمدن زانګو ګڼل کېږي، په اوسني عراق کې رانغښتې ده.‌

د اتمې پیړۍ وروستیو کې د دغه هېواد د بیت الحکمه یا دار الحکمه په نوم علمي مرکز د علومو، هنر، ریاضياتو،‌ طب او فلسفې د کتابونو تر ټولو ستر کتابتون و.

پر ۲۰۰۳ کال د امریکا پر مشرۍ د نړیوال اېتلاف له یرغل وروسته د عراق د تاریخي اثارو لوټ تالان زور واخیست.

د دغه هېواد ولسمشر د دې لرغونې لیکدړې ورسپارل کېدو کې د ایټالیا حکومت همکاري ستایلې او ژمنه یې کړې چې له عراقه د ټولو ایستل شویو تاریخي اثارو د ورګرځولو هڅه به کوي.‌ دا یوازې عراق نه بلکې د نورو اسلامي هېوادونو چې تاریخي تمدن لري، اثار یې تالا ترغه شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button