ژوندنړۍ خبرونه

په لادرکه شوي اوبتل کې د ټولو سپرو کسانو د مړينې اعلان

د امریکا سمندري ساتندوينانو وړاندې د دغه اوبتل د څو ټوټو د موندلو خبر ورکړی و

د امریکا سمندري ساتندویانو په اټلانټيک سمندر کې لادرکه شوي اوبتل کې د سپارو کسانو د مړينې پخلی کړی دی.

د اوشن ګېټ په نامه شرکت چې بنسټ اېښودونکی يې هم په دې اوبتل کې سپور و، د دغو کسانو مړينه تائيد کړې او ويلي يې دي، “موږ باور لرو چې سټاکټن رش، شهزاده داود، د هغه زوی سليمان داود، هېمېش هارډېنګ او پاول هېنري خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.”

په دې اوبتل کې د پنځو ورځو اکسيجن موجود وو چې ويل کېدل د پنجشنبې تر ورځ به دوام وکړي.

د امریکا تر څنګ د بريتانيا شاهي سمندري ځواک هم په دې لټون کې برخه لرله.

دا سياحتي‌ اوبتل چې د ټايټانيک بېړۍ پاتې شونو ليدو پسې سمندر ته ښکته شوی و د تېرې يکشنبې په ورځ لادرکه شو.

اوبتل کې سپاره کسان څوک وو

۵۸ کلن هېمېش هارډینګ، بریتانوي دی چې مخکې يې فضا او جنوبي قطب ته یې څو ځله سفرونه کړي دي.

برتانوي سوداګر شهزاده داود، ۴۸ کاله عمر لري، له اره د پاکستان دی او له یوې بډایه کورنۍ سره تړاو لري.

د هغه زوی سلیمان داود، ۱۹ کاله عمر لري او زده کوونکی دی.

نور ولولئ: څلور ستور مزلي فضا کې د پنځو میاشتو تېرولو وروسته ځمکې ته راکوز شول

پاول هینري نارجیولټ، 77 کلن، د فرانسې د سمندري ځواکونو یو پخوانی غوټه وهونکی دی او مخکې يې په ۱۹۸۷ کال کې د ټايټانيک بېړۍ ليدو لپاره هم سفر کړی و.

سټاکټن رش، ۶۱ کلن دی، نوموړی د اوشن ګېټ شرکت چې د دې سفر تر شا دی اجرائیوي مشر دی.

د لټون پر مهال د امریکا ساتونکو منلې وه چې د ورک شوي اوبتل د لټون په درشل کې يې تر اوبو لاندې سيګنالونه او غږونه اورېدلي دي.

په ۴۰۰۰ متره ژورې اوبه او اوبتل

خو معلومه نه وه چې دا غږونه د څه وو، ځينې کارپوهان وايي کېدی شي د کبانو او يا هم نورو سندري ‌ژويو وو.

اټکل کېږي، چې دا اوبتل به ۴،۰۰۰ متره ژور اوبو کې ډوب شوی وي. تر دې کچې ژوره برخه کې ژغورونکي اوبتلونه د کار کولو وړتیا نه لري.

ټایټانیک په خپل وخت کې د نړۍ تر ټولو ستره بېړۍ بلل کېده، خو د ۱۹۱۲ کال د اپریل پر پنځلسمه شپه په سمندر کې د کنګل له یوې غونډۍ سره ټکر او ډوب شوه. د یادونې ده، چې دا د ټایټانیک لومړنۍ سفر و، چې د بریتانیا له ساوت همپټن ساحله یې د امریکا نیویارک ته پیل کړی و.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button