ستاسې اند او نظر

په لرې پرتو سیمو کې د زیږون پر مهال د مېرمنو د مړینې کچې لوړېدل

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ډېری مېرمنې د زیږون پر مهال مړې کېږي

د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې چې روغتیايي خدمات د نشت برابر دي، د زیږون پر مهال د مېرمنو د مړینې کچه لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ډېری مېندواره مېرمنې د زېږون پر مهال ژوند له لاسه ورکوي.

دغه سازمان پنجشنبه د سلواغې پر ۱۹مه په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان په  لرو پرتو کلیو کې ډېری ښځې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

maternal mortality2

د کورني روغتیايي کورونو جوړل

یاد بنسټ زیاته کړې چې په لرې پرتو سیمو کې د مېندوارو مېرمنو او د ماشوم د ډاډمن زیږون په پار له ښځو سره د مرستې لپاره «کورني روغتیایي کورونه» جوړوي.

ورته مهال د کډوالو نړیوال سازمان هم ویلي چې دمګړۍ په افغانستان کې د ۱۱ روغتیايي کورونو پر جوړولو بوخت دی.

د دغه سازمان په خبره، د دغو روغتیايي مرکزونو ۸۰ سلنه کار بشپړ شوی دی.

نور ولولئ: که افغان ماشومانو سره مرستې ونه‌شي روان کال به ډېری ماشومان مړه شي

نور ولولئ: بریتانیا د ښځو او ماشومانو لپاره خپلې بهرنۍ مرستې کموي

نور ولولئ: طالبان د خصوصي روغتونونو د ښځینه ډاکټرانو او همکارانو معلومات څه کوي؟

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي و چې په افغانستان کې ۹.۵ میلیونه کسان داسې سیمو کې ژوند کوي چې په وینا یې، روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه لري.

ورته مهال د بې پولې ډاکټرانو سازمان هم ویلي و چې د افغانستان روغتیايي سیسټم د سرچینو او بودیجې د کمښت له امله له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

maternal mortality۱

پر افغان نجونو د طالبانو محدودیتونه

پر افغانستان د طالبانو له دویم ځل واکمېدو سره دغه ډلې افغان نجونې له زده کړو راوګرځولې او ددوی پر مخ یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړلې.

شاوخوا دوه کاله کېږي چې افغان نجونې له زده کړو راګرځول شوي دي.

شنونکي وايي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونو او ښوونځیو تړل کېدل د افغانستان د پرمختګ لپاره نه جبرانېدونکی زیان دی.

دوی زیاتوې چې که دغه حالت دوام وکړي، نو کېدای شي په راتلونکو کلونو کې د ښځینه ډاکټرانو، نرسانو، قابلې له کمبود او د طب برخې نورو مسلکونو کې له جدي بحران سره مخامخ شو.

څه موده وړاندې د طالبانو د روغتیا برخې وزیر قلندر عباد هم ویلي وو، چې په روغتونونو کې د ښځینه مسلکي ډاکټرانو له جدي ستونزې سره مخامخ دي.

که نجونو ته طالبان د زده کړو اجازه ورنه کړې، کېدای شي افغانستان کې د مور او ماشوم مړینه نوره هم لوړه شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button