هنر او ادب

په لغمان کې ادبي مشاعره

په لغمان کې د سمسور لغمان په نوم پسرلنۍ مشاعره ترسره شوه چې ګڼو شاعرانو په کې ګډون کړی وو

دا مشاعره چې تر دې وړاندې به د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مرکز مهترلام کې ترسره کیدله، سږکال له ښاره لرې د مرکز اړوند نورې کلي کې د الینګار سیند په غاړه ترسره شوه؛ چې په کې د خپلو شعرونو خواږه پر ګډونوالو وویشل

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عتیق الله قریشي وایي، یاده مشاعره یې لغمان ته د سیلانیانو د پام اړولو په موخه لرې پرته سیمه کې جوړه کړې.

د سمسور لغمان د مشاعرې هدف

د هغه په خبره دغه ولایت کې هر کال د سمسور لغمان مشاعره د شاعرانو او لیکوالانو د مینې، یووالي او ورورولۍ په هدف ترسره کېږي.

قریشي زیاته کړه:«د سمسور لغمان مشاعرې ته د هیواد له بیلابیلو سیمو په خاص ډول له ختیځو ولایتونو شاعرانو هم راغلي وو، په دې سیمه کې مشاعره څو پیغامه لري، لومړی دا چې سیلانیان ورته راماتیږي، بل دا چې خلک له یو بل سره بلدیږي او دریم دا چې د امن پیغام خلکو ته انتقالوي.»

په یاده مشاعره کې د ا طلاعاتو فرهنګ وزارت معین مولوي عتیق الله عزیزي دا ډول مشاعرې د ادب د ودې لپاره مهمې وبللې او له شاعرانو یې وغوښتل چې د شعر او ادب په ژبه خلک د هیواد ښیرازۍ ته وهڅوي.

نور ولولئ: ښکلي هنرونه او په افغانستان کې یې اوسنی حالت

هغه وایې، وزارت یې له دا ډول مشاعرو د ملاتړ سربیره هڅه کوي چې په دې برخه کې شاعرانو ته اسانتیا برابره کړي.

عزیزي زیاته کړه:« نن چې د لغمان په دې سیمه کې مشاعره جوړه شوې ډیر خوښ یم ، ځکه دا ولس ته د امن ډاډ ورکوي، پخوا همدې خلکو موږ ساتلي یوو او اوس موږ اړ یو چې دوی ته خدمت وکړو، دا ډول مشاعرې ادب ته وده ورکوي او موږ یې ملاتړ کوو.»

دا ډول مشاعرې او بېلابېل پیغامونه

بلخوا د مشاعرې ګډونوال او فرهنګي فعال ضیاء‌الدین همت مل هم لرې پرتو سیمو کې د دا ډول مشاعرو ترسره کول د سولې او امن پیغام  بولي.

« دا ډول مشاعرې د خلکو او دولت ترمنځ واټن کموي او په امن او سولې د خلکو د باور کچه نوره هم لوړوي، دا ډول مشاعرې خلکو ته امن پیغام ورکوي او هم ذهني سکون مومي.»

په دې سره د سیمې اوسېدونکي هم خوښ دي چې سږکال یې په سیمه کې د سمسور لغمان دودیزه پسرلنۍ مشاعره شوې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button