Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي د افغانستان د بیا ادغام له پلان ملاتړ وکړ

نصیر احمد فایق د یوې ویډیو په خپرولو سره وايي د افغانستان د بیا ادغام لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د پلان هرکلی کوم

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ دویمه) په یوه ویډیويي پیغام کې نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان د بیا ادغام لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د پلان هرکلی وکړ.

فايق وويل، دغه پلان اوس‌مهال هغه پلان دی چې د خبرو اترو او د افغانستان په مسله کې د ټولو ښکېلو غاړو د سلا مشورو په پايله کې چمتو شوى دى.

نور ولولئ: فایق: د افغانستان خلکو ته باید د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو تاوان ونه رسیږي

نوموړي وویل، که څه هم د دغه پلان د عملي کېدو په اړه لا هم پوښتنې شته؛ خو په دغه پلان کې د افغانستان د سیاسي کړکېچ د ماتولو لپاره وړاندیز شوې حل لارې مهمې دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي له وړاندیز سره مخالف دي

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په وروستیو ورځو کې ملګرو ملتونو ته د یوه لیک په استولو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له وړاندیز سره خپل بشپړ مخالفت اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې وروستیو کې د افغانستان په چارو کې د دغه سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي د ارزونې پر بنسټ یو پلان جوړ کړی، چې په کې د بین الافغاني خبرو په پیل، د یوه ټول ګډونه حکومت په جوړېدو او د اساسي قانون په عملي کېدو ټینګار شوی دی.

نور ولولئ: رحمت الله نبیل: طالبان د نړیوالو د غوښتنو له پوره کولو عاجز دي

دغه پلان، طالبان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په برخه کې د نړۍوالو کنوانسیونونو سره چې افغانستان یې غړیتوب لري، په رعایت کولو اړ کوي.

طالبان هره ورځ بشري حقوق نقضوي

دا پلان په داسې حال کې جوړېږي چې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ډله په پراخه کچه د بشري حقونو په سرغړونې، په خپلسرو کړنو او نورو پخوانیو چارواکو او قومونو ته په حکومتي جوړښت کې په نه برخې ورکولو تورنه ده.

پر دې سر بېره چې خلکو ته خپل سري سزاګانې ورکول کېږي، بلکې طالبانو د کانونو استخراج او نور لوی مسایل چې په ملت پورې تړلي دي، دا ډله یې بې له کوم تصویب شوي قانون سرته رسوي او د ځانونو لپاره شتمنۍ راټولوي.

طالبانو د پخوانیو سرتېرو په وژلو او شکنجه کولو هم تورن دي، ځکه ډېرې داسې پېښې مستند شوې چې دوی په کې دا جنایتونه سرته رسولي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button