Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

نړۍ
رجحان

په منځني ختیځ کې د کړکېچ له امله د افغانستان پر هوا د الوتکو بیروبار ډېرېدل

په منځني ختیځ کې د کړکېچ له امله د افغانستان پر فضا د الوتکو بیروبار ډېر شوی دی

په منځني ختیځ کې که څه هم د هرې ورځې په تېرېدو کړکېچ زیاتېږي، خو کله چې اسرائیلو د ایران په پلازمېنه تهران کې د حماس دفتر مشر اسماعیل هنیه په نښه او ویې واژه، نو د ایران او اسرائیلو تر منځ د کړکېچ له امله د نړیوالو هوايي شرکتونو د الوتنو بیروبار د افغانستان پر فضا ډېر شوی دی. 

د نړیوالو الوتنو د څار اداره وایي چې د سینګاپور هوايي شرکت، بریتیش ایروېز او لوفتانزا هوایي شرکتونو د افغانستان پر هوایي قلمرو الوتنې زیاتې کړې دي.

د افغانستان له فضا د الوتکو منع کېدل

افغانستان,الوتکې,افغانستان فضا

د ۲۰۲۱ د اګست په پنځلسمه د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د نړۍ کابو ټولو هوايي شرکتونو د افغانستان له فضا څخه الوتنې منع کړې او د افغانستان پر ځای یې نور مسیزونه غوره کړل ځکه چې د افغانستان د هوايي لارښوونې او رادار سیستمونه یا ویجاړ شول اویا یې تخنیکي عمله له هیواده ووته.

 د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، که څه هم دغه خدمات تر اوسه په بشپړ ډول فعال نه دی خو هوایي شرکتونه د افغانستان هوایي قلمرو د ایران او اسراییل ترمنځ د هوایي قلمرو په نسبت خوندي بولي.

نور یی ولوله | اسلامي امارت: د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوټ راپورنا سم دی

نور یی ولوله | افغان حکومت د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو د بندیزونو لېرې کېدل غواړي

د  Flightradar24 ادارې، چې په نړۍ کې د الوتکو د الوتنو مسیر څاري، یوه ویاند ایان پیچنیک Ian Petchenik وویل چې د نړۍ په ځینو برخو کې د کړکېچونو له کبله له هوایي حریمونو څخه د کاراخیستو محاسبه هم بدله شوې ده او ډیری هوایي شرکتونه د امکان ترحده د خطر کمولو په لټه کې دي.

د الوتنو لپاره د افغانستان فضا خوندي ده

افغانستان,الوتکې,افغانستان فضا

ده زیاته کړه، د ایران او اسراییل ترمنځ د اوسني کړکیچ له کبله د هوايي شرکتونو لپاره د افغانستان فضا خوندي ښکاري.

د دې سازمان د شمېرو له مخې د روانې اګست میاشتې په دوهمه اوونۍ کې د افغانستان له هوایي قلمرو څخه د الوتنو شمیر اووه برابره زیات شوی دی.

په ایران کې د حماس د اسلامي غورځنګ د سیاسی مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته ویره پیدا شوه چې ایران به غچ اخیستونکی اقدام وکړي. لا هم په دې اړه د هوايي شرکتونو اندېښنه پای ته نه ده رسیدلې.

د یادونې وړ ده چې ایران هم پر اسرائیلو د برید کولو ګوتڅنډنه کړي ده.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button