لوبې

په نړیوال کرکټ کې د بې طرفه لوبڅارانو د راستنېدو پرېکړه وشوه

په نړیوال کرکټ کې د بې طرفه لوبڅارانو د راستنېدو پرېکړه شوې او په لومړي پړاو کې به په ټېسټ لوبو کې بې پرې لوبڅاران مسوول وي.

د کورونا وایروس له خپرېدو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا د بې طرفه لوبڅارانو قانون ختم کړی و او کوربه لوبډلو ته یې د لوبڅارانو د ټاکلو اجازه ورکړې وه، خو په دې لړ کې یو څه ستونزې راپورته شوې.

بنګله دېش د سویلي افریقا پر وړاندې په روانه لوبلړۍ کې د افریقې پر لوبڅارانو نېوکې وکړې. د کرکټ نړیوالې شورا کمېټې ویلي چې د ۲۰۲۰ له جولایۍ څخه د ۲۰۲۲ کال تر فبرورۍ پورې کوربه لوبڅارانو ښې لوبې وکړې او پر لوبو یې منفي اغېز ونه کړ.

نور یی ولوله | په هېواد کې د کرونا واکسین د تطبیق مرکزونه زیات شوي

د نړیوالې کمیټې ۱۲ غړو په ټیسټ سیالیو کې د لوبڅارانو په توګه دنده ترسره کړې، خو د سفري محدودیتونو د نرمیدو له امله اوس په تدریجي ډول بې طرفه لوبڅارانو د بیرته راستنېدو پرېکړه وشوه.

د کرکټ نړیوالې شورا د اصولو له مخې، په ټیسټ لوبلړۍ کې د لوبې ریفري او درې لوبڅاران به د کرکټ نړیواله شورا ټاکي او څلور لوبڅار به ځایي یا د کوربه لوبډلې وي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button