سیاست

په نړۍ کې لومړی ځل دی چې د ایلان ماسک شتمني یې له ۴۰۰ میلیارد ډالرو اوړي

دا په نړۍ کې لومړی ځل دی چې د ایلن مسک شتمني تر ۴۰۰ میلیارد ډالرو واوښته او په تاریخ کې شتمن دی

ایلان ماسک یا د ایلن مسک شتمني په بې ساري توګه زیاته شوي ده.

ایلن مسک، چې شتمني یې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیرې میاشتې له بري وروسته په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده، د نړۍ لومړنی کس شو چې شتمني یې له ۴۰۰ میلیاردو ډالرو څخه واوښته.

تراوسه په تاریخ کې د هیچا شتمني دومره حد ته نه ده رسیدلې

د ده په شتمنۍ کې د وروستي زیاتوالي اصلي دلیل د سپیس‌ایکس خصوصي شرکت د کورنیو ونډو پلور و، چې د مسک شتمني یې شاوخوا ۵۰ میلیارده ډالره لوړه کړه. د ټیسلا ونډې هم د چهارشنبې په ورځ تر ټولو لوړ قیمت ته ورسېدې، چې د مسک شتمني یې ۴۴۷ میلیارده ډالرو ته ورسوله.

په یوه ورځ کې د مسک شتمنۍ ۶۲.۸ میلیارده ډالره زیاته شوې، چې دا د تاریخ تر ټولو لویه ورځنۍ اضافه ګڼل کېږي.

نور ولولئ: ایلن مسک وايی، د ټویټر اوسنۍ لوګو بدلوي

نور ولولئ: ایلن مسک د ټوېټر میزونه او نور توکي لیلاموي

په همدې وخت کې، د نړۍ د ۵۰۰ شتمنو کسانو ټولې شتمنۍ په لومړي ځل له ۱۰ تریلیونو ډالرو څخه واوښتې، چې دا شمېر د جرمني، جاپان، او اسټرالیا د تېر کال له ګډ ناخالص داخلي تولید سره برابر دی.

د مسک شتمني یوازې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۲۱۸ میلیارده ډالره زیاته شوې ده، چې د میلیاردرو په ډله کې تر ټولو زیات ګڼل کېږي.

د ټیسلا کمپنۍ ونډې

د ټیسلا ونډې، چې د مسک د شتمنۍ لویه برخه جوړوي، سږ کال ۷۱٪ زیاتې شوې دي، او د چهارشنبې په ورځ یې ارزښت ۴۲۴.۷۷ ډالرو ته وخوت. دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ټیسلا د ونډو تر ټولو لوړه کچه ده.

تمه کېږي چې ډونالډ ټرمپ به د بې‌چلوونکي موټرو د فعالیت د اسانولو او د مالیاتي کریډیټونو په لرې کولو سره د ټیسلا لپاره د برښنایي موټرو ملاتړ وکړي. همداراز به، ایلن مسک د نوي حکومت په کابینه کې د یوه وزارت د کلیدي ريیس په توګه کار پیل کړي، چې دا نوی جوړ شوی وزارت د حکومت له چوکاټه بهر فعالیت کوي، خو مسک ته به د واشنګټن پر پریکړو د مستقیم نفوذ او له سپینې ماڼۍ سره د نژدې اړیکو فرصت ورکړي.

د چهارشنبې په ورځ، د سپیس‌ایکس فضایي شرکت او د دهغه پانګوالو موافقه وکړه چې د خپلو کارکوونکو د  ۱.۲۵ میلیارد ډالرو ونډې واخلي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button