ژوند

په نړۍ کې ۵۰ میليونه وګړي په «نوې غلامۍ» کي ژوند کوي

د یوه نوي راپور پر بنسټ په تیرو پنځو کالو کې د نوي یا عصري غلامانو شمېر په چټکۍ سره ډېر شوی دی. په دې برخه کې په نړيواله سطحه د شمالي کوریا او اریټریا نومونه د یادولو وړ دي

په لندن کي د یوې خپرې شوې څېړنې څخه مالومیږي چې په دې وروستیو کلنو کې د عصري یا نوې غلامۍ کچه څومره زیاته شوې ده.

د بشري حقونو د یو بنسټ «واک فري» له خوا د «ګلوبل سلیوري انډیکس» د مالوماتو پر بنسټ په ۲۰۲۱م کې ۵۰ میليونه وګړو په نړۍ کي د نوې غلامۍ ژوند کاوه.

که له پنځو کالو مخکنیو اټکلونو سره دغه شمېرې پرتله کړو، نو ویلای شو چې په دې برخه کي ۱۰ میليونه ډېروالی راغلی دی.

د دې لوړوالي ډېر دلیلونه شته، خو موږ يې د نورو سببونو ترڅنګ پراخیدونکي او پېچلي وسله والې جګړې، له چاپیریال سره تړلي مسایل، د کرونا وبا اغیزي او نور یادولای شو.

نوې غلامي څه شی ده؟

«واک فري» نوې غلامي داسي راپېژني: “د قانوني تصوراتو یوې داسي ټولګې ته ویل کېږي چې په هغه کې په زوره مزدوري، ګروي، په زور ودونه او باید پوه شو چې عصري غلامي نور ډولونه هم لري، چې موږ يې یوه ښکاره بېلګه انساني قاچاق هم یادولای سو.”

د نوموړي بنسټ په خبره:” نوې غلامي په سترګو نه لیدل کېږي، خو د نړۍ په هر کونج کي د خلکو له ژوند سره اخښل شوې او هره ورځ خلک خطاء باسي، ځوروي يې او داسي شرایطو ته اړ ایستل کيږي چې هغوی يې نه شي پرېښولای.”

په راپور کي ویل سوي دي چې ۲۷.۶ میليونه خلک د جبري کار څخه کړیږي، ۲۲ میليونه وګړي بیا له خپلي خوښي پرته ودونه ژړوي یانې په نړۍ کې له هرو ۱۵۰ وګړو څخه نژدې یو وګړی له ورته غلامۍ څخه اغیزمن دی.

تر ټولو ډېره غلامي چیري ده؟

راپور زیاتوي د شمالي کوریا په  زرو وګړو کي ۱۰۴ کسان، په اریټیریا کې ۹۰.۳ او په موریطانیا کي له زرو کسانو څخه ۳۲ يې د نوې غلامۍ ژوند لري چې دا تر ټولو لوړه شمېره ده.

سعودي عربستان، ترکیه، متحده عرب امارات او کویټ هم د ۱۰ هغو هیوادونو د فهرست کي شامل دي چې د راپور په وینا د دغو هیوادونو په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي چارو کې یو شمېر بشري او مدني محدودیتونه هغه ځانګړتیاوي دي چې دوی يې یاد فهرست ته ور شامل کړي دي.

د راپور په بنسټ په هندوستان کي ۱۱ میلیونه، په چین کي ۵ میليونه او ۱۸ لکه وګړي د دې بلا په منګولو کي ګير دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button