نړیوال خبرونه

کابل:د ازبکستان سره د وسپنې پټلۍ نقشه دې وروستۍ شي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ازبکستان لومړي وزیر له مرستیال او سوداګرۍ وزیر سره د یو ویډیوي کنفرانس له لارې د دواړو هېوادونو تر منځ د وسپنې پټلۍ لارنقشې وروستۍ کېدو په اړه خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، کابل او تاشکند په‌دې کنفرانس کې د سوداګرۍ پر ودې، ټرانزیټ او د ترمز-مزار-کابل-پېښور د وسپنې پټلۍ په اړه ټینګار کړی دی.

د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې رییس وایي، د ټرانس-افغانستان د رېل پټلۍ د سروې کار به تر یوې بلې میاشتې پورې پیل شي. د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې رییس بخت‌الرحمن شرافت وايي: «له تخنیکي ډلې د سروې تمه ډېره ده چې کارونه په دې میاشت کې پیل کړي. اوس‌مهال په ټولو ادارو کې پر همدې موضوع خبرې پیل شوي.» بل‌خوا د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونه وایي، د افغانستان له لارې  له سویلي اسیا سره د منځنۍ اسیا نښلول کېدل د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې مثبت اغېز لري.

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې سوداګریز مرستیال خیرالدین مایل وايي: «د درې واړو هېوادونو لپاره په سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو برخه کې مهم نقش لري. سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونه له دې کاره هرکلی کوي.»

نور یی ولوله | په جوزجان کې د درسونو له پیلېدو د ښځینه زده‌کړیالانو هرکلی

بل‌خوا د اقتصاد وزارت وایي، د ټرانس افغانستان د وسپنې پر پټلۍ د کار په پېلېدو سره په څو ولایتونو کې افغانانو ته د کار زمینه برابرېږي. د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د وسپنې پټلۍ کولای شي افغانستان د سیمې په مرکز تبدیل کړي او د دندو پیدا کېدو او بې‌وزلۍ په کمېدو کې مهم رول لري.»

د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې له لوري د برابر شوي پلان له مخې، د ټرانس-افغانستان د وسپنې پتلۍ، له مزار، سمنګان، پلخمري، کابل، لوګر او جلال‌اباده په تېرېدو سره پېښور ته رسېږي. د کورنیو چارو وزارت د دې پروژې د تخنیکي ډلو د امنیت ساتلو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button