په پاکستان کې دوه پوځیان هلاک شوي او ۳ نور ټپیان دي
پاکستانۍ رسنۍ وايي، پاکستان کې ناامنۍ زیاته شوي او هره ورځ پر پاکستاني پوځ بریدونه کېږي
تازه د پاکستان زيارت کې په ماين چاودنه کې د یو افسر په ګډون ۲ پوځيان وژل شوي، ۳ ژوبل دي.
تر ټولو ډېره ناامنه سیمه بلوچستان کې وخت نا وخت وسله وال کسان سړکونو ته راوځي، له موټرو دولتي چارواکي راکښته کوي او بیا یې ترور کوي.
ددې تر څنګ د پاکستان پر پوځ هم کمینونونه اجزا کوي او وژني یې.
په پاکستان کې وروستۍ او تازه پېښه
د بلوچستان د زیارت ضلعې په مانګي سيمه کې د ځمکلاندې بم په چاودنه کې دوه پوځيان وژل شوي دي.
په کوټه کې يو لوړپوړي امنيتي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط رسنیو ته وويل چې د نومبر پر ۱۴مه سرتېرو په مانګي سيمه کې ګزمه کوله چې ناڅاپه د ماين چاودنه ورباندې وشوه.
د هغه په وينا، په پېښه کې د سرحدي ځواکونو يو مېجر او يو حوالدار وژل شوی او درې سرتېري ژوبل شوي دي.
نور ولولئ: شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو برید؛ ۶ هلاک شوي او ۲۴ ژوبل دي
نور ولولئ: د پاکستان پنجاب کې راکټي برید؛ ۱۱ پولیس پکې وژل شوي
بلخوا د نومبر پر ۱۳مه شپې مهال له زيارت څخه د تښتول شويو دوو کسانو مړي د نومبر پر ۱۴مه سهار د هغې سيمې په يوه غره کې موندل شوي دي.
چارواکي زياتوي چې وژل شوي کسان د پنجاب صوبې دي.
د پېښې مسئولیت
د دواړو پېښو ذمه واري لا چا نه ده منلې خو تر دې وړاندې په تېرو وختونو کې د دا ډول زياترو پېښو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو منلې ده.
په بلوچستان کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي. د نومبر پر نهمه د کوټې د اورګاډو په تمځای کې په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل او له ۶۰ زيات ژوبل شول. چارواکي وايي چې د حملې له ښکار شویو څخه یې اکثر پوځیان ول.
د هغې حملې ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه او ادعا یې کړې وه چې په هغه ځانمرګي برید کې یې د پاکستاني پوځ هغه سرتېري په نخښه کړي ول چې تر پوځي روزنې وروسته په جعفر اېکسپرېس نومې اورګاډي کې له کوټې ستنېدل.
پر دې سربېره د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې هره ورځ په سلګونو نظامیانو ته مرګ ژوبله اړولي، خو ددې ناامنۍ لمن ان تر پنجاب هم رسېدلي ده او هره ورځ په کې خلک وژل کېږي.