لوبېلوبې خبرونه

په ښه خوب کولو کې د تمرین رول

ساینس ثابته کړي ده چې په ښه خوب کولو کې تمرین مثبت رول لري

تمرین سربېره پر دې چې وجود، ماغزو او نورو برخو ته ګټه کوي، په ښه خوب کولو کې هم مرسته کوي. څوک چې د ورځې په اخر کې تمرین کوي او ځان ستړی کوي، د شپې له طرفه د هغوی خوب ډېر ښه او ارام وي.

نور ولولئ: باډي بیولډینګ یا وزن پورته کول ستاسو بدن ته څه ګټې لري؟

د موجود مطالعاتو پر اساس داسې شواهد شته چې تمرین د ژر ویده کېدو او ژور خوب کې ډېره مرسته کوي. خو پر دې موضوع لا هم څېړنې روانې دي څو په دې اړه لا ډېر معلومات او څېړنې تر سره کړي او پایلې یې اعلان کړي.

څه ډول تمرین د ښه خوب په برخه کې مرسته کوي؟

تر اوسه په څېړنو کې دا نه ده ښکاره شوي چې کوم ډول تمرین په ښه خوب کې مرسته کوي، خو ویل کېږي چې د ځان پوره ستړي کول ددې لپاره ګټور دي او کولی شي چې ستاسې خوب ښه کاندي. هغه تمرینات چې پر مغزو مثبت اغېز کوي:

تمرین ستاسو د بدن د حرارت درجه لوړوي

تمرین پر هغو خلکو داسې اغېز کوي لکه یو څوک چې په سهار کې په ګرمو اوبو حمام کوي، نو له دې امله تمرین کول د وجود حرارت زیاتوي او روغتیا ته ګټه کوي. له دې سره موږ ویلی شو چې هېڅ تمرین مشخص نه دی، بلکې تاسو چې هر تمرین کوی، نو هغه ستاسو وجود ته ګټه رسوي او مرسته درسره کوي. مثلا که تاسو سهار وختي تمرین وکړی او که ماخستن د خوب وخت ته نږدې وي، توپیر نه کوي.

نور ولولئ: هغه خواړه چې تاسو د زیات وزن بایللو لپاره مهم دي

تمرین ځکه د ښه خوب لپاره مهم دی چې ستاسو د اضطرار حالت ښه کوي او ستاسو د ماغزو پر وده او د هغه پر سالم فعالیت ښه اغېز ښېندي. که تاسو نور فیزیکي مشکلات ولری، نو هغه هم له دې فعالیت سره ښه کېدلی شي او تاسو به لا منظم شی.

ددې لپاره څومره تمرین اړین دی؟

کېدای شي له اکثرو خلکو سره دا سوال وي چې د ښه خوب کولو لپاره څومره تمرین ضرور دی. مثلا د ورځې څو ساعته، بیا څو اوونۍ، څو میاشتې او څو کلونه؟ دلته څېړنه وايي چې تمرین ستاسو په فیریکي وړتیا پورې اړه لري. تاسو کولی شی تر هغو په تمرین کې ځان ستړی کړی چې وجود مو حرارت تولید کړي او د ستړیا احساس وکړی. کله چې تاسو دا احساس وکړی نو ستاسو خوب ښه کېدلی شي او ستاسو وجود ته ګټه لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button