ژوندسفر خبرونه

په کابل ښار کې ځيني مشهور هوټلونه

په دې لیکنه کې درنو لوستونکو ته د کابل تر ټولو مشهور هوټلونه ورپیژنو، ښایي د شپې تیرولو او یا هم ډوډۍ خوړلو لپاره سر ورڅرګند کړئ

همدارنګه د هغو مساپرینو لپاره په دې لیکنه کې ښه مالومات ځای شوي وي چې له بهر څخه کابل ته راځي.

لومړی: کابل سرينا

دا يو له هغو هوټلونو څخه دی چې په عصري امکاناتو سمبال دی. نوموړی هوټل د ملک اصغر ځلور لارې ته نږدې موقعيت لري چې هره ورځ د زيات شمېر کورنيو او بهرنيو ميلمنو کوربه وي.

کابل سرينا هوټل د لومړي ځل لپاره په ۱۹۴۵ ميلادي کال کې د (کابل هوټل) په نامه فعاليت پيل کړ.

نوموړی هوټل د دويم ځل لپاره په پوره عصري بڼه په کال ۲۰۰۵ ميلادي کې خپل فعاليت له سره پيل کړ.

په کال ۱۹۷۹ ميلادي کې د فبرورۍ په ۱۴مه د يوې نښتې په پايله کې د متحده ايالاتو سفير آدلف دابس د دغه هوټل په دويم پوړ کې ووژل شو. له دې برید وروسته په نوموړي هوټل باندې دوه ځله بیا هم وسله وال بریدونه شوي چې يو يې په ۱۳۸۶ لمريز کال کې او بل ځل په ۱۳۹۲ لمريز کال کې و چې له وروستي ځل برید وروسته په عصري امنیتي امکاناتو سمبال شو.

دويم، انټرکانتيننتل: د انټر- کن په نامه هم يادېږي‌

انټرکانتيننتل هوټل چې يو پنځه ستوريز او نړيوال هوټل دی د کابل ښار په پروان مېنه کې موقعيت لري.

نوموړي هوټل د ملت بابا محمد ظاهرشاه د پاچاهۍ په دوران کې په کال ۱۳۴۸لمريز کې په فعاليت پيل وکړ.

نور ولولئ: د افغانستان په بامیانو کې د لیدنې وړ سیمې: د بامیانو مجسمې

د کابل انټرکانتينينتل هوټل ۲۰۰ مجهزې کوټې، څو د اوبو حوضونه، سپورټي سالون، د غونډو تالار او رسټورانټ لري.

نوموړی هوټل د کابل ښار له مشهورو هوټلونو څخه دی چې د باغ بالا غونډۍ پر سر د امير عبدالرحمن خان لخوا جوړې شوې د باغ بالا تاریخي ماڼۍ ته نږدې جوړ شوی دی.

د کابل انټرکانتينينتل هوټل د جوړولو چارې د ۱۳۴۶ لمريز کال د حمل مياشتې په ۱۹مه پيل شوې او د ۱۳۴۸ لمريز کال د سنبلې په ۱۸مه بشپړ شو. نوموړی هوټل د انټرکانتينينتل يوې ډلې د تيلور وودرو بريتانوي شرکتونو، پاتون پيت شرکتونو او ځايي افغان شرکتونو په واسطه جوړ شو.

دريم: کابل سټار هوټل

کابل سټار هوټل د شش درک په سيمه کې چې د کابل نړيوال هوايي ډګر نه ۵,۴ کيلو متره فاصله لري موقعيت لري.

کابل سټار هوټل په ۴ کلونو کې جوړ شوی چې ډېری ساختماني مواد يې له بهره راوړل شوي دي.

د کابل سټار په کابل ښار کې يو ډيپلوماتيک موقعيت دی چې له ټولو سفارتونو سره په لږه فاصله کې پروت دی.

کابل سټار هوټل يو درې ستوريز هوټل دی چې د شاهانه په نوم یو رسټورانټ او يو قهوه تون (بوستان سرا) لري.

نوموړی هوټل د غونډو لپاره ځانګړی سالون لري چې تر ۱۵۰۰ کسانو پورې ظرفيت لري.

د کابل سټار هوټل د بوفې سيستم هم لري چې په درې واړو وختونو (سهار، غرمه او ماښام) کې د کارونې وړ دی.

څلورم: د کابل آریانا هوټل

د کابل آريانا هوټل د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې موقعيت لري. دا هوټل د نرانو او ښځو لپاره بېل کارمندان او سالونونه لري.

د کابل آريانا هوټل هر وخت د بهرنيو او کورنيو ميلمنو کوربه هم وي. دا هوټل د ودونو سالون هم لري چې هر وخت پکې د واده پروګرامونه هم ترسره کيږي. تازه د تیرې جمعې په ورځ د ۳۰ جوړو جوړه‌ييزو ودونو کوربه و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button