Uncategorized

په کابل کې د نوي کال په رارسیدو یو ملي نندارتون جوړ شوی

د کابل ښار په دارالامان ماڼۍ کې د نوي کال د (غوره ملي خدمتونو ملي نندارتون) جوړ شوی دی

دا نندارتون چې د حکومت په هڅو جوړ شوی نن (د وري په لومړۍ) د سهار په ۹ بجو پيل شو چې د نوي کال د وري تر درېیمې به دوام وکړي.

د غوره ملي خدمتونو په ملي نندارتون کې د هيواد له بېلابېلو لويو او وړو شرکتونو محصولات او توليدات نندارې ته وړاندې کيږي.

حکومتي چارواکي وايي چې نوموړی نندارتون يې د وړو کاروبارونو او کوچنيو تجارتونو د لا ودې په موخه پيل کړی دی او د لا نورو خلکو د راتلو غوښتنه يې کوي.

ځينو ننداره کوونکو ويلي چې نوموړی نندارتون د ټولو لپاره نه دی او په وينا يې په داخلي دروازه کې د حکومت لخوا ځانګړو ټاکل شوو کسانو ته د ورتګ اجازه ورکول کيږي.

د نندارتون په پيل کې ځینې ځانګړي مراسم هم وو

دغه نندارتون د سرپرست حکومت د ځينو مسوولينو په ويناوو پيل شو چې پکې بېلابېلو چارواکو خپلې څرګندونې ګډونوالو ته واورولې، د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مرستيال په خپلو څرګندونو کې وويل: تېر ۱۴۰۱ لمريز کال زموږ د وړو کاروبارونو او کوچنيو تجارتونو لپاره له برياوو ډک کال و او په وينا يې حکومت لا هم هڅه کوي چې د کاروبارونو پر وړاندې شته خنډونه له منځه يوسي.

د وړو کاروبارونو او کوچنيو تجارتونو مسوولين وايي چې ورته نندارتونونه د هېواد په اقتصادي وضعه مثبته اغيزه لري

د ملي خدمتونو په ملي نندارتون کې تر سلو ډېرو شرکتونو خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي. د دې شرکتونو ځینو مسوولینو ویلي چې دا ډول نندارتونونه په هیواد کې د کاروبارونو د ودې لپاره ډېر مهم دي او د خپلو توليداتو د لا پراختيا لپاره ډېره مرسته کولی شي.

نوموړي نندارتون ته بېلابېلې رسنۍ هم راغلي دي او پراخ رسنيز پوښښ لري.

نور ولولئ: کابل کې د تولید، کار او تحصیل تر سرلیک لاندې د نندارتون دایر شوی

د نندارتون يو تن ګډونوال افغان ناو ته وویل: دا ډول نندارتونونه موږ له خپلو توليداتو سره آشنا کوي او په وينا يې زموږ د داخلي کاروبارونو په وده کې اغيزناک رول لري. دی زياتوي: ما زموږ د خپلو توليداتو ډېرې برخې وليدې او د نجونو په لاس جوړ شوي لاسي صنايع ماته ډېر په زړه پورې وو.

د لاسي صنايعو يوې مسوولې د نندارتون له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او په لومړۍ ورځ يې په خپلو ګوتو د لسو يخنو د خرڅلاو خبره وکړه.

نور ولولئ: په هرات کې د کتابونو نندارتون جوړ شوی

دا څووم ځل دی چې په نیږدې ورځو کې د حکومت لخوا د کورنیو تولیداتو د هڅونې په موخه دا ډول نندارتونونه جوړیږي چې له دې وړاندې وروستی هغه یې په کابل سرینا هوټل کې و.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button