سپورټ

په کرېکټ ۲۰اوریز نړیوال جام کې هند افغانستان ته ماته ورکړه

افغان لوبډلې د هند ۱۸۲ هدف پوره نه کړای شو او په ۲۰ اورونو کې یې یوازې ۱۳۴ منډې وکړې

افغان لوبډلې د ۲۰۲۴ کال ۲۰اوریز نړیوال جام د اته سوپر لوبډلو ۸ پړاو کې خپله لومړۍ لوبه هند ته وبایلله.

هاخوا په ټولنیزو رسنیو کې د افغان لوبډلې مینه والو په اوپنینګ کې میدان ته له رحمان الله ګربز سره د حضرت الله ځاځي پر ښکته کېدو نیوکه کوي. دغه مینه وال وايي، چې په اوپنېنک باید د پخوا په څېر ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز لوبېدلي وای.

هندي لوبډلمشر روهېت شرما د لوبې پچه یا ټاس وګاټه او لومړی یې خپله د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

هندي لوبډلمشر خپله وېکټه ژر وبایلله. ورپسې نورو لوبغاړو نسبتا ښه ملګرتیا وکړه او منډې یې تر ۱۸۱ ورسولې. د هندي لوبغاړو ترمنځ سوریاکمار تر نورو ډېرې ۵۳ منډې وکړې. هارډېک پنډیا ۳۲ او ویرات کهولي د ۲۴ منډو په جوړولو وتوانېدل.

د افغان بالرانو غوره لوبه

د افغان توپ اچونکو ترمنځ راشد خان او فضل الحق فاروقي درې – درې او نوین الحق یوه وېکټ واخیسته. یو بل لوبغاړی هم په منډه (رن اوټ) شو.

افغان لوبډلې په توپوهنه کې خپلې وېکټې ژر ژر له لاسه ورکړې. د افغان لوبغاړو ترمنځ تر ټولو ډېرې منډې عظمت الله عمرزي ۲۶ منډې وکړې. نجیب ځدراڼ په ۱۹ او ګلبدین نایب په ۱۷ منډو وسوځېدل.

نور ولولئ:  افغان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه ۲۰اوریزه سیالۍ کې ایرلنډ مات کړ

نور ولولئ: د افغان کرکټ ملي لوبډلې او سري لنکا تر منځ لوبو ته کتنه

دا هم ولولئ:  د هندوستان غوره ليګ IPL سياليو په لړ کې ګجرات لوبډلې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړه

دوی په ټاکل شویو شلو اوورونو کې یوازې ۱۳۴ منډې وکړې او هند دغه لوبه د ۴۷ منډو په توپیر وګټله.

په نننۍ لوبه کې په افغان لوبډله کې یو بدلون راغلی و او کریم جنت پر ځای حضرت الله ځاځی لوبډلې ته شامل کړای شوی و.

afghan (26)
د افغانستان او هند تر منځ د کرېکټ ۲اوریزه لوبه

د افغان لوبډلې دوه پاتې لوبې

افغانستان خپله بله لوبه د جون په ۲۳مه نېټه له اسټرالیا سره لري او وروستۍ لوبه یې د جون په ۲۵مه له بنګله دېش سره ده.

افغانستان نن د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو یا سوپر ۸ پړاو کې له هند سره لوبه لرله.

دا په دې پړاو کې د افغانستان او هند دواړو لومړنۍ لوبه وه.

د افغانستان او هند کرېکټ ملي لوبډلې ترمنځ دا لوبه د کرابین د بارباډوز ټاپو په مرکز برېج‌ ټاون کې وشوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ او له ملي لوبډلې سره مله روزونکي له لوبې مخکې ویلي وو دې لوبې ته یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button