نړیوال خبرونه

په کونړ ولایت کې نږدې ۵۰۰ کورنیو د ملګرو ملتونو مرستې وویشل شوې

په کونړ ولایت کې پر نږدې ۵۰۰ کورنیو مرستې وویشل شوې

په کونړ ولایت کې نږدې ۵۰۰ کورنیو ته د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو‌اېن‌ډي‌پي) له لوري مرستې ووېشل شوې.د کونړ سیمه‌ییز چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د دې ادارې په مالي لګښت د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت کرنیز توکي او لمریز نغري ورکړل شول

زموږ ستونزې حل کړئ او بازار ته یې وړاندې کړئ

هغه کورنۍ چې مرستې یې تر لاسه کړي، وايي، تر یوه بریده یې ستونزې حل شوې دي. د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی حضرت حبیب وايي: «تخونه یې راته راکړل، هوږه ده، بېلچه ده، پواری او پلاسټیک یې راته راکړي دي. د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی نور محمد وايي: «د کورنۍ ستونزو د حل لپاره موږ یو څه وکرو، خپلې ستونزې پرې هم حل کړو او بازار ته یې هم وړاندې کړو

ور یی ولوله | د کعبې پخوانی امام په لس کاله بندی شو

ور یی ولوله | طالبان: امریکایۍ الوتکې لا هم د افغانستان پر فضا ګرځي

ځايي مسوولان وایي، دا په کلیوالو سیمو کې د بې‌وازلۍ پر واړندې د مبارزې یو ښه ګام دی. د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریس عزت الله هدایت وايي:د کورني اقتصاد لپاره چې کوم تخمونه ورکړل شوي، دا د ښځو لپاره ډېر ګټور تمامېږي، ځکه له دې سره د دوی د اقتصاد پرمختګ کېږي. د کرنې ریاست په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په مالي لګښت دا لمریز نغري کلیوالو ته په دې موخه ورکول کېږي چې د ځنګلونو د وهلو مخنیوی پرې وکړي

د لمریزو نغریو تر څنګ کروندګرو ته د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه ځینې اصلاح شوي تخمونه او کرنیز توکي هم ورکړل شول. د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی میرزا محمد وايي: «په لومړي قدم کې شنه نباتات له منځه نه‌ځي او خوندي کېدای شي، په دویم قدم کې د چاپېریال ساتنه ورسره کېږي او ورستي قدم کې په ډېرې اسانۍ سره پرې هر څه کېدای شي

خلک غوښتنه کوي چې د ابادۍ دا پروژه د دې ولایت نورو سیمو ته هم وغځول شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button