ژوند

په روژه کې د قرآن د تلاوت اجرونه؛ هغه کتاب چې په همدې میاشت کې نازل شوی

مسلمانان د روژې په مبارکه میاشت کې ډېر عبادتونه کوي چې له دغو عبادتونو یې يو هم د قرآن‌کريم تلاوت دی

د قرآن‌کريم د تلاوت د فضيلت په اړه په ديني متونو کې راځي چې نبي کریم صلی الله عليه وسلم ابوذر ته وويل چې: ((يَا أَبَا ذَرّ لأَنْ تَغْدُوَ فَتَعَلَّمَ آيَةً مِنْ كِتَابِ الله خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ تُصَلِّيَ مِائَةَ رَكْعَةٍ وَأَنْ تَغْدُوَ فَتَعَلَّمَ بَاباً مِنَ الْعِلْمِ عُمِلَ بِهِ أَوْ لَمْ يُعْمَلْ خَيْرٌ لَكَ مِنْ أَنْ تُصَلِّي أَلْفَ رَكْعَةٍ تَطَوُّعاً)) (رواه ابن ماجه).

ژباړه: ای ابوذره! کچېرې ته سهار لاړ شې او يو آيت د قرآن زده کړې نو د سل رکعته نفلونو نه غوره دی، او که چېرې يو باب د علم زده کړې که دغه وخت دې عمل پرې کړی وي يا نه؛ نو د زرو رکعتونو په اطاعت سره نفل کولو نه غوره دی.

بل ځای راځي چې درې کسان دي چې د قيامت د ورځې له ويرې نه به بچ وي او بې حسابه به جنت ته ننوځي: ((رَجُلٌ قَرَأَ الْقُرْآنَ ابْتِغَاءَ وَجْهِ اللهِ وَأَمَّ بِهِ قَوْمًا وَهُمْ يَرْضَوْنَ بِهِ ، وَدَاعٍ يَدْعُو إِلَى الصَّلَوَاتِ الْخَمْسِ ابْتِغَاءَ وَجْهِ اللهِ ، وَعَبْدٌ أَحْسَنَ فِيمَا بَيْنَهُ وَبَيْنَ رَبِّهِ وَفِيمَا بَيْنَهُ وَبَيْنَ مَوَالِيهِ)) (رواه الطبرانی).

ژباړه: يو هغه سړی چې د رب تعالٰی لپاره يې قرآن ولوست او داسې امامت يې وکړ چې مقتديان ترې خوښ وو، دوهم هغه سړی چې صرف د رب تعالٰی د رضا لپاره خلک پنځه وخته لمانځه ته بولي، دريم هغه سړی چې د خپل رب جل جلاله سره هم ښه معامله ساتي او د خپلو ماتحتو (تر لاس لاندې خلکو) سره هم.

نور ولولئ: په روژه ماتي او پېشلمي کې دې سابه او مېوه‌ وخوړل شي

همدارنګه د ترمذي په یوه حدیث کې راځي: ((مَنْ قَرَأَ حَرْفاً مِنْ كِتَابِ الله فَلَهُ بِهِ حَسَنَةٌ وَالحَسَنَةُ بِعَشْرِ أَمْثَالِهَا)) (جامع ترمذي).

ژباړه: د قرآن د يو حرف په لوستلو يوه نيکي ده او د نيکۍ عوض لس چنده دی. البته د يوې نيکي قدر به هلته ولګي چې د نیکيو او بديو تلل وي. او بيا بدي پر نيکي درنه شي. الله تعالٰی مو له داسې حالت څخه وژغوره. همدا یې وخت دی چې د ثواب په ګټلو کې شپه او ورځ ولګوئ.

په يوه بل حديث کې د قرآن د فضليت په اړه راغلي

د قرآن د فضیلت په اړه ډیر روایتونه شته، حتی دا چې کله زړه زنګ وهي نو هغه څه چې دا زنګ ترې لرې کوي د قران تلاوت او د مرګ ډیر یادول دي، لکه چې فرمایي:

((عن ابن عمر قال قال رسول الله صل الله عليه وسلم إن هذه القلوب تصدأ كما يصدأ الحديد إذا أصابه الماء قيل وما جلاؤها قال كثرة ذكر الموت وتلاوة القرآن))(رواه البيهقیي شعب الايمان).

ژباړه: له عبد الله بن عمر رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د بنیادم پر زړه باندې داسې زنګ پرېوځي لکه د اوبو په لګېدو سره چې په اوسپنه زنګ راځي. خلکو ورته عرض وکړ چې ای د خدای پیغمبره! د زړونو دا زنګ څنګه لیرې کېدای شي؟ هغه ارشاد وفرمايلو چې مرګ ډېر يادول او د قرآن کریم تلاوت کول.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button