د ۲۰۲۵ کال لپاره د برازیل بشري ویزې نوې ثبتنام

د برازیل حکومت په یو بشردوستانه اقدام کې، هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې د وروستیو سیاسي بدلونونو له امله له خطر سره مخ دي، بشردوستانه ویزې ورکوي. په ۲۰۲۵ کال کې د برازیل د بشردوستانه ویزې د ثبتنام طریقه په بشپړه توګه بدله شوې او باید د برازیل حکومت لخوا معرفي شویو بنسټونو له لارې خپله غوښتنه ثبت کړئ، چې په ادامه کې به دا بنسټونه در وپېژنو.
په ۲۰۲۵ کال کې د افغان اتباعو لپاره د برازیل بشري ویزې نوې ثبتنام
د برازیل حکومت د ۴۹مې شمېرې فرمان په صادرولو سره، چې د ۲۰۲۵ کال د مې په ۴مه خپور شو، د افغان اتباعو لپاره د بشردوستانه ویزې اړوند ټول پخواني قوانین لغوه کړي او د برازیل د بشردوستانه ویزې لپاره یې یوه بشپړه نوې تګلاره ټاکلې ده. د دې تګلارې موخه د غوښتونکو د حقونو ساتنه او غوره او روڼو خدماتو ته لاسرسی دی.
په ۲۰۲۵ کال کې د افغان اتباعو لپاره د برازیل بشري ویزې نوې ثبتنام

په نوې طریقه کې د ویزې غوښتنې لپاره باید لاندې موارد په پام کې ونیسئ:
غوښتنې باید یوازې د هغو بشردوستانه بنسټونو له لارې ولېږل شي چې د برازیل حکومت لخوا په رسمي ډول پېژندل شوي دي.
دا بنسټونه باید د غوښتونکو غوښتنې وڅېړي او د غوښتونکو وړتیا وټاکي.
تایید شوي بنسټونه اړین ملاتړ چمتو کوي؛ پشمول د ویزې صادرولو مرحلو لپاره د برازیل له سفارتونو سره همغږي، او همدارنګه د استوګنې، خوړو، روغتیا پاملرنې، دندې موندلو او نورو لومړنیو خدماتو په څیر اړینې مرستې چمتو کول.
دا طریقه د تېرو ستونزو لکه په ناامنه ځایونو (لکه هوایي ډګرونو) کې د اوږدې مودې انتظار حل کولو لپاره ډیزاین شوې ترڅو غوښتونکو ته یو خوندي او منظم تجربه چمتو کړي.
اړوند خبر:
طالبانو د پاکستان له بندخونو د ۱۰۴ افغان بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړی
د برازیل حکومت لخوا تایید شوي بشردوستانه بنسټونه + بریښنالیک پته
اوس مهال د برازیل حکومت لخوا د برازیل د بشردوستانه ویزې د ثبتنام لپاره ۳ رسمي بنسټونه معرفي شوي دي چې په لاندې ډول دي:
۱) د پناه غوښتنې بنسټ (PANAHGAH)
ویبپاڼه: https://panahgah.org
بریښنالیک: [email protected] او [email protected]
واټساپ شمیره: 005511917714666
۲) Estoy Refugiado بنسټ
ویبپاڼه: https://estourefugiado.org.br
بریښنالیک: [email protected]
واټساپ شمیره: 005511970814909
۳) Maisnomundo بنسټ
ویبپاڼه: https://estourefugiado.org.br
بریښنالیک: [email protected]
واټساپ شمیره: 005541992699348
اوس مهال دا رسمي بنسټونه د برازیل حکومت لخوا د غوښتونکو لپاره د برازیل د بشردوستانه ویزې د صادرولو د مراحلو څېړلو او تعقیب لپاره معرفي شوي دي. هر یو د خپلې بودیجې او محدودیتونو سره سم کولی شي یو مشخص شمیر کسان د برازیل سفارتونو ته معرفي کړي، چې په راتلونکي کې به د دغو بنسټونو شمیر زیات شي.
په ۲۰۲۵ کال کې د افغان اتباعو لپاره د برازیل بشري ویزې نوې ثبتنام

د برازیل د بشردوستانه ویزې غوښتنې لپاره مهم ټکي
د تایید شویو بنسټونو له لارې د غوښتنې سپارلو ته اړتیا: د بشردوستانه ویزې ټولې نوې غوښتنې باید یوازې د یو له رسمي تایید شویو بنسټونو له لارې وسپارل شي، نو له دې امله به د برازیل سفارتونه نور غوښتنې ونه مني.
د پخوانیو غوښتنو څېړنه: ټولې هغه غوښتنې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې مخکې د پخوانیو مقرراتو سره سم ثبت شوې وې، د برازیل چارواکو لخوا څېړل شوې او پرې عمل شوی دی.
د وړتیا معیارونه: لومړیتوب هغو افغانانو ته ورکول کیږي چې له جدي خطر سره مخ دي، پشمول پخواني نظامي او امنیتي پرسونل، د بشري حقونو مدافعین، ژورنالیستان او هغه کسان چې فعالیتونه او تېر سوابق یې دوی د ګواښ سره مخ کړي او په افغانستان یا ګاونډیو هیوادونو کې ژوند کول ورته خطرناک دي.
هغه موارد چې وړ نه دي: بشردوستانه ویزه د شخصي یا کورني ستونزو لکه کورني تاوتریخوالي، روغتیايي اندیښنو، بېکارۍ، مالي ستونزو یا نورو شخصي مواردو پراساس نه صادریږي.
په سفارت کې د راټولېدو څخه ډډه وکړئ: د نظم او امنیت ساتلو لپاره، افغان اتباعو ته مشوره ورکول کیږي چې د رسمي بلنې پرته د برازیل سفارت مخې ته له راټولېدو ډډه وکړي، که نه نو له دوی سره به قانوني چلند وشي.
د افغان اتباعو لپاره د برازیل د بشردوستانه ویزې ثبتنام
په ۲۰۲۵ کال کې د برازیل د بشردوستانه ویزې غوښتنې طریقه
له یو تایید شوي بنسټ سره اړیکه: د غوښتنې بهیر د پورته یاد شويو تایید شویو بنسټونو له ویبپاڼې، بریښنالیک یا واټساپ له لارې په اړیکه نیولو سره پیل کړئ.
د اړتیا وړ اسنادو سپارل: دا بنسټ به تاسو ته د غوښتنې لپاره د اړتیا وړ اسنادو او معلوماتو په اړه دقیقې لارښوونې چمتو کړي.
د اسنادو څېړنه: یاد شوی بنسټ به ستاسو اسناد په دقت سره وڅېړي ترڅو ستاسو وړتیا وارزوي. له څېړنې وروسته به تاسو ته پایله درکړي.
د ملاتړي خدماتو ترلاسه کول: که ستاسو غوښتنه ومنل شي، اړونده بنسټ به تاسو سره د ویزې ترلاسه کولو په بهیر کې مرسته وکړي او راتلونکې مرحلې به تاسو ته توضیح کړي.
مرکه او د ویزې صادرول: د مرکې سربیره چې د ملاتړي بنسټ لخوا ترسره کیږي، تاسو باید د برازیل په سفارت (په تهران کې د برازیل سفارت) کې حضوري مرکه وکړئ. له تایید وروسته، بشردوستانه ویزه به صادره شي.
سفر او له خدماتو ګټه اخیستنه: د ویزې له ترلاسه کولو وروسته، ملاتړ کوونکی بنسټ به تاسو سره برازیل ته په سفر کې مرسته وکړي او د استوګنې، خوراک، روغتیايي خدماتو او د دندې موندلو لپاره اړین ملاتړ په څیر خدمات به تاسو ته چمتو کړي.
نور خدمات چې ملاتړي بنسټونه یې تاسو ته چمتو کوي
په برازیل کې د پناه غوښتنې په اړه لارښوونې
د دایمي استوګنې غوښتنې مرحلې
د موټر چلولو جواز ترلاسه کول او د بانکي حساب پرانیستل
په برازیل کې د ژوند او کار په اړه آشنایي
په برازیل کې د مدني حقونو او کاري مسؤلیتونو په اړه روزنه



