نړیوال خبرونه

پوتین: “که اوکراین ته لویدیځوال ځواکونه واستوي، د اټومي جګړې امکان ډېرېږي”

ولادیمیر پوتین ویلي چې که لویدیځ اوکراین ته ځواکونو ولېږي، د اټومي جګړې امکان ډېرېدونکی دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ګواښ کړی چې که لویديځ هېوادونه د اوکراین جګړې ته ځواکونه لېږي، ددوی دا کار به د اټومي جګړې امکان زیات کړي.

پوتین خبرداری ورکړی چې مسکو داسې وسلې لري څو په لویدیځ کې اهداف په نښه کړي.

د روسیې ولسمشر د دغه هېواد دوما یا پارلمان ته په خپله وینا کې وویل، لویدیځ غواړي روسیه له منځه یوسي، خو هغه خبرداری ورکړ چې د روسیې په کورنیو چارو کې د لویدیځو مشرانو لاسوهنه به خطرناکه وي.

putin1
د روسیې اټومي وسلې

فرانسې ویلي و چې اروپايي هېوادې دې اوکراین ته سرتېري ولېږي

ښاغلي پوتین وویل: «لوېدیځ هېوادونه باید پوه شي موږ داسې وسلې لرو چې د دوی په خاوره کې هدفونه په نښه کولای شي او د اټمي وسلو کارول د تمدن د ویجاړیدو لپاره ګواښ دی.»

پوتین په خپله وینا کې چې ښایي موخه یې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وي، وویل، د نازي جرمني اډولف هټلر او د فرانسې ناپلیون بناپارت په څېر خلکو برخلیک چې « په تېر کې یې په روسیې ناکامه حمله وکړه» په یاد کړئ.

دا اونۍ، په یوه ناڅاپي بیان کې، امانویل میکرون اوکراین ته د اروپایي سرتېرو د لیږلو نظر څرګند کړ.

نور ولولئ: د ترکیې ولسمشر ولې له پوتین سره کتلي؟

نور ولولئ: په نړیوال سیاست کې د متحده عربي اماراتو رول؛ پوتین اماراتو او سعودي عربستان ته سفر کوي

نور ولولئ: ولادیمیر پوتین منځني ختیځ ته په تاریخي سفر لاړ

هغه وویل چې د اوکراین د ناکامۍ د مخنیوي لپاره باید هېڅ غوراوی یا انتخاب له پامه ونه غورځول شي.

putin2
پوتین: “که اوکراین ته لویدیځوال ځواکونه واستوي، د اټومي جګړې امکان ډېرېږي”

د فرانسې ولسمشر څرګندونو ته د کرملین توند غبرګون

د مکرون څرګندونو ته روسیې توند غبرګون وښود او کرملین وویل چې په اوکراین کې د اروپايي ځواکونو شتون به د روسیې او ناټو ترمنځ د جګړې لامل شي.

همدا راز د امريکا او جرمني په ګډون د ناټو غړو هېوادونو اوکراين ته د سرتېرو د لېږلو وړانديز رد کړی او يوازې له دغه هېواد سره يې د پوځي مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر پوتین د ناټو او روسیې ترمنځ د مخامخ جګړې د خطر په اړه خبرې کوي، خو د پوتین په نننۍ وینا کې د اټومي وسلو په اړه خبرداری، لویدیځ ته د هغه ترټولو ښکاره خبرداری بلل شوی.

د روسيې ولسمشر د لوېديځ هغه اندېښنې چې ښايي روسي ځواکونه له اوکراينه وړاندې ولاړ او پر اروپايي هېوادونو بريدونه وکړي، «بېځایه» اندیښنه بولي.

هغه وویل: «مسکو به د شوروي اتحاد تېروتنه تکرار نه کړي او لویدیځ ته به اجازه ورنه کړي چې جګړه د وسلو په سیالۍ بدله کړي.

کارپوهانو ویلي چې مسکو به تر هغو د اوکراین جګړه ونه دروي تر څو چې یې خپل اهداف ترلاسه کړي نه وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button