کورني خبرونه

پوره ۱۰۰۰ ورځې کېږي چې د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي

نن ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې چې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر مخ د علم دروازې تړل شوي دي

سره له دې افغان ملت بار، بار د ښوونځیو د بېرته پرانېستل کېدو غوښتنې کړي، خو د طالبانو له لوري په نن او سبا کې پر دغه ملت ۱۰۰۰ ورځې ترې کړې.

له نن څخه ۱۰۰۰ ورځې پخوا په دې ورځ (د جون ۸ مه) طالبانو نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو راوګرځولې.

دغه بندیز، څو ورځې وروسته له هغې صادر شو چې دې ډلې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک تر لاسه کړ.

په دې اړه د نړیوالو اندېښنې

د بشري حقونو د څار ادارې د نجونو پر زده کړو د بندیز د ۱۰۰۰ ورځو په مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې افغان ټولنه به تر ډېرو پورې د مسلکي ښځینه کدرونو د بایللو له کبله په پښو ونه دریږي ځکه چې افغانستان هسي هم د سودا له نظره خورا په ټیټه کچه کې دی.

ملګري ملتونه طالبان تورنوي چې د خپلو سختو فرمانونو، پالیسیو او د ښځو او نجونو پرضد په سیستماتیکو اقداماتو “جنسي تبعیض” کوي، او افغانستان د سخت دریځو اسلامپالو تر واک لاندې د “د امیدونو هدیره” بولي.

afghanistan taliban girls school
پوره ۱۰۰۰ ورځې کېږي چې د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي

له خطرونو سره سره، بیا هم ډیری افغان نجونې هیلې له لاسه نه ورکوي او له طالبانو پټ غیر رسمي ښوونځیو ته ځي ترڅو زده کړې ته دوام ورکړي. د دوی هیله دا ده چې که د طالبانو رژیم نسکور شي او یا د نړیوالو فشارونو له لارې مجبور شي چې خپل محدودیتونه نرم کړي، دوی به کولی شي چې ازموینه ورکړي.

نور ولولئ: د بشري حقونو څارونکي: د طالبانو له لوري ښځینه حقوقي فعالانې شکنجه کېږي

نور ولولئ: توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

په افغانستان کې ډیری غیر رسمي ښوونځي د اکمالاتو او ښوونکو د کموالي په شمول په محدودو سرچینو کار کوي. دوی له هېواده بهر د ښځو د حقونو او د پوهنې د فعالانو ملاتړ ترلاسه کوي، چې د درسي کتابونو او د ښوونکو د معاشونو لپاره میاشتنۍ بودیجه استوي.

«پوهنه فنډ» یوه له هغو خصوصي ډلو څخه ده چې د پټو ښوونځیو ملاتړ کوي، په ځانګړې توګه د افغانستان په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې. د دې موسسې بنسټ ایښودونکې، وږمه توخي، چې له افغانستانه وتلې او اوس په اروپا کې ژوند کوي، سي بي ایس نیوز ته وویل، د هغې د ډلې په ملاتړ د ښوونځیو شبکه شاوخوا ۱۳۰۰ تنکۍ نجونې زده کوونکي لري.

د ښځینه ښوونکو ستونزې

توخي سي بي ایس نیوز ته وویل، “د دې ښوونځیو په جوړولو کې زما موخه دا ده چې نجونې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، په ځانګړې توګه په لیرې پرتو او وروسته پاتې ولایتونو کې، چې له شپږم ټولګي څخه وروسته د زده کړې له اساسي حقونو څخه بې برخې دي.”

شیرین، چې نه غواړي اصلي نوم یې څرګند شي، د حقونو فعاله ده او د هلمند په جنوبي ولایت کې په پټ ښوونځي کې یوازینۍ ښوونکې ده. نوموړې د طالبانو له بندیز مخکې ښوونکې وه او له هغه راهیسې یې په پټه خپل کار ته دوام ورکړی دی. هغې CBS نیوز ته وویل چې لاهم خپلو ډیری پخوانیو زده کونکو ته پوهنې فنډ په مرسته درس ورکوي.

له کله نه چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د نورو اسلامي هېوادونو بر خلاف یې افغانانې له کار، پوهنتونونو او زده کړو راوګرځولې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button