سات تيري

پولیسو هغه کس ونیوه چې ژوندۍ خپرونه کې یې د خبریالې پر شا لاس تېر کړ

اسپانوۍ خبریالې تلویزیون ته په ژوندۍ بڼه راپور ورکاوه چې یوه سړي یې پر شا لاس وواهه

د اسپانیا پولیسو یو سړی د تلویزیون د یوې ژوندۍ خپرونې پر مهال د یوې ښځینه خبریالې پر شا د لاس وهلو په تور نیولی دی.

نور ولولئ: پاکستان کې پر ښځو جنسي تېري کوونکی مدیر نیول شوی

خبریالې ایسا پالادو د سه شنبې په ورځ، مادرید کې د غلا په اړه راپور ورکاوه چې یو سړی هغې ته نژدې شو او په شا یې لاس تېر کړ. کله چې خبریالې شاته وکتل، غبرګون یې وښود، خو سړي ‎پر هغې د لاس وهلو څخه انکار کړی دی.

ژوندي راپور ته د خبریالې دوام ورکول

اغلې پالادو غوښتل تر دې مسلې وروسته په ژوندۍ بڼه راپور ورکولو ته دوام ورکړي، خو په سټوډیو کې ناست د خپرونې وړاندې کوونکي یې خبرې پرې کړې.

سټډیو کې خبریال وویل، ” ایسا، ستا د خبرو پرې کولو په اړه بښه غواړم…خو هغه سړي ستا په شا لاسه وواهه؟”

خبریالې وویل هو، وړاندې کونکي ځواب ورکړ چې کمره ورتاو کړئ چې د “هغه احمق” فلم واخلي، کمرې د هغه سړي عکس وښود چې لا هم د خبریالې تر څنګ ولاړ و او پر مخ یې مسکا وه.

خبریالې یو څه حیرانه ښکاري او سړي د تګ پر مهال هڅه کوله چې د خبریالې پر سر لاس را کاږي.

د خبریالې ویښتانو سمولو هڅه

سړی په ویډیو کې ښکاري چې د خپل شوم عمل له سرته رسولو وروسته د خبریالې ویښتان سموي، خو هغه ناراحته کېږي او ځان شاته راکاږي.

پولیسو وروسته وویل، یو سړی یې د ټولنیزو شبکو په مرسته نیولی دی.

د اسپانیا میډیا ایسټ شرکت، تلویزیوني چینل څښتن ویلي دا حالت “د زغم وړ” نه دی. او له اغلې پالادو یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ. هغه ویلي “د ځورونې او جنسي تېري هر ډول کړنې په کلکه غندي.”

نور ولولئ: د جنسي اړیکو رسوا کېدونکې طالبان یوازې له دندو ګوښه کېږي

د اسپانیا د کار وزیرې یولاندا دیاز هم د دې پېښې په اړه ویلي، دا ډول کړنې باید بې سزا پاتې نه شي. هغه په ایکس (ټوېټر) کې لیکلي: “د نارینه وو بې ځایه غرور خبریالان له دې ډول جنسي تېریو سره مخ کوي او جنسي تېري کوونکي بیا د کمرې پر وړاندې بښنه هم نه غواړي.”

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ښځينه فوټبال نړیوالو سیالیو کې کوچ یا روزونکي د خپل مټ ښځینه لوبغاړي په خولو کې ښکل کړې چې نړیوالو رسنیو کې پرې سخت غبرګون وښودل شو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button