سات تيري

پوهېږی چې رڼا له څو رنګونو جوړه ده؟

په دې معلومات کې به تاسو زده کړی چې رڼا له څو رنګونو جوړه شوي ده

د الله ج په خلقت کې رڼا هم له عجیبو رنګونو جوړه شوې یا ترکیب شوې ده چې موږ ته په رڼا کې هم د خپل رښتیني قدرت نښې نښانې راښيي او موږ کولی شو چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې له رڼا ګټه واخلو.

د رڼا یا نور له نوم سره خو ټول بلد یاست. اما د رڼا د ترکیب او څرنګوالي په اړه به مو ډېر څه نه وي اوریدلي. دا چې رڼا په اصل کې له کومو رنګونو څخه جوړه ده؟ ترکیب څه ډول دی؟ ولي موږ آبي او ژیړ رنګونه ډېر په کې ګورو؟ دلته یې ځوابونه ولولئ.

د رڼا رنګونه کوم رنګونه دي؟

په اصل کې رڼا له اوو رنګونو څخه جوړه ده ، چې عبارت دې له : سور، نارنجي، ژیړ، شین، نیلي، آبي او بنفش رنګونه دي. خو په دې رنګونو کې ځیني رنګونه په هوا کې ژر خپریږي او ځیني رنګونه په هوا کې ژر نه خپریږي.

نور ولولئ: تاسو نیلي سترګې لیدلي، ایا دا رښتیا نیلي دي؟

په ټوله کې موږ د ورځي فضا په ژیړ او آبي رنګونو کې وینو. دا ځکه چې د سور، نارنجي، شین، نیلي او بنفش رنګونو ذرات ژر نه خپریږي او څپي یې هم اوږدي وي. د فزیک پوهانو له نظره، آبي رنګ ۱۰ ځله تر سور رنګ ژر خپریږي.

همدارنګه آبي او ژیړ رنګونه تر نورو رنګونو هم ژر او په چټکۍ سره خپریږي. له همدي امله موږ ډېری وخت د رڼا یا نور یوازي آبي او ژیړ رنګونه تشخیص کولای شو. د ورځي له مخي فضا هم په آبي او ژیړ رنګونو کې وینو.

د ژیړو او ابي رنګونو څپې

خو کله کله بیا هیڅ ژیړ او آبي رنګونه نه وینو، برعکس د هغه سور رنګ ډېر په فضا کې وینو. د دې دلیل دادی، د ژیړ او آبي رنګونو څپې لنډي دي، خو برعکس د سور رنګ څپي اوږدي دي. نو له همدي کله چې لمر له ځمکی څخه لرې کیږي نو د آبي رنګ څپي نه رارسیږي او یوازي د سور رنګ څپي رارسیږي.

نور ولولئ: په زړه پورې کاینات؛ جیمز ویب د یوه لرې ستوري ښکلا ښيي

په ټوله کې آبي او ژیړ شفاف رنګونه دي، ژر لیدل کیږي او ژر تشخیص کیږي. په ځانګړي توګه ژیړ رنګ خو بیخي له لرې واټن څخه تشخیص کېدلای شي. په هغو ارګانونو کې چې د شفافیت په موخه کار کوي، ډېری وخت له ژیړ رنګ څخه کار اخلي.

دا وو چې رڼا د رنګونو د تشکیل په اړه معلومات هيله ده، خوښ شوي مو وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button