تجارت خبرونهژوند او ټولنه

څوک څنګه بریالی مالي مدیر کېدلی شي؟

که څوک وغواړي چې بریالی محاسب یا مالي مدیر شي، نو په نننۍ نړۍ کې دا ډېره اسانه ده

یو شخص که وغواړي له ځانه بریالی او مسلکي مالي مدیر جوړ کړي، نو په اوسني ټکنالوژیک دور کې دا ډېره اسانه ده، ځکه دوی کولی شي چې په نړیواله کچه معتبرو سرچینو ته لاس رسی ومومي.

داسې کس ته په کار دي چې لومړی یې باید ابتدایي یا متوسط ریاضیات تر یو اندازې پوري زده وي، که چیري يو شخص د اقتصاد پوهنځۍ څخه فارغه وي دده لپاره نور هم د قوي محاسب یا مالي مدیر جوړېدو چانس زیاتیږي، ځکه د اقتصاد پوهنځۍ فارغ التحصیل د محصلۍ په دوران کي د محاسبې، مالي مدیریت او نورو ټولو اړونده مضامینو کي قوي پوهه حاصله کړې وي او فقط یې د استعمال او په کار اچولو لپاره د موقع په لټه کي وي، البته هغه محصل چي پوهنتون یې په صحیح شکل سره لوستلی وي.

په اوسني وخت کې د مالي مدیر کېدو لپاره شته فرصتونه

د تکړه مالي مدیر/محاسب جوړېدلو لپاره په اوسني عصر کي زیاتي طریقې وجود لري ،عمومآ په اوسنیو شرایطو کي اکثریت اشخاص د دوو طریقو څخه استفاده کوي:

لومړۍ ډله اشخاص د قوي محاسب جوړېدلو لپاره نړیوالو معتبرو ادارو او مالي ټولنو ته مراجعه کوي ترڅو له همدې طریقه مالي او محاسبوي سند ترلاسه کړي او له لاري یې د ښې وظیفې څښتن سي، لکه ACCA(Association of Chartered Certified Accountant), او یا هم CA(Chartered Accountants).

نور ولولئ: افغاني سیاحتي ځایونه چې تاسو باید په 2023 کې لیدنه وکړئ

نور ولولئ: څنګه په 2023 کې بډایه شئ

اما د دې سند د ترلاسه کولو لپاره زیات لګښت او وخت ته اړتیا وي، که چیري یو شخص وغواړي تر څو دې سندونو/ سرټفیکېټونو ته لار پیدا کړي، باید اقتصاد یا ریاضیات یې لوستي وي.

د دې سند د ترلاسه کولو لپاره لږ تر لږه درې او حد اکثر نهه یا لس کاله په بر کي نیول کیږي ترڅو د CA یا ACCA  سند ترلاسه کړئ، که یې چیري لګښت او مصرف ته محاسبه وکړو نو باید په زرونو ډالر له ځانه بېل کړو ترڅو دې کورسونو او سندونو ته لاسرسی پیداکړو.

په افغانستان د یاد سند ترلاسه کول لګښت غواړي

د افغانستان لپاره د دې سندونو دقیق لګښت نه دی معلوم اما ظاهره خبره ده چي تر نورو هیوادونو یې لګښت زیات دی، د ګوګل د معلوماتو له مخي د پاکستان په هیواد کي د دې کورسونو او سندونو مصرف کابو درې زره امریکایي ډالره یاد سوی دئ چي دا د هر شخص د وسع کار نه دی، او بله اړینه موضوع لا دا ده چي د دې کورسونو تعقیب کوونکي باید په انګلیسي ژبه او ریاضیاتو کي مهارت ولري، ترڅو د دې کورسونو د مفرداتو او درسونو څخه په صحیح شکل فهم حاصل کړي.

په اوسني عصر کي Modern Accountants یا اوسني محاسبین څو کارونه ترسره کوي: لکه د مالیاتو سنجش، د مالي معاملاتو ثبت (Book Keeping)، د معاشاتو Payroll System) ) مخته وړل، په قراردادونو کي ونډه اخیستل او همدارنګه د انفرادي او شرکتي مالیاتو محاسبه کول، (Personal & Corporate) او داسي نور شامل دي چې تاسو ورڅخه ګټه اخیستلی شی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button