ژوند او ټولنه

ننګرهار کې د زیتونو حاصلات ۹۰۰ او د جلغوزیو ۸۰۰ ټنه اټکل شوی

 افغانستان افغانستان

په ننګرهار کې د کرنې ځايي چارواکي امیدوار  دي چې سږکال به هلته د زیتونو حاصلات له تېرو دوو لسیزو رادیخوا تر ټولو لوړې کچې ته ورسېږي سږکال دغه حاصل ۹۰۰ ټنه اټکل شوی چې پروسږ کال  ۵۰۰ ټنه وو

بل طرف سږکال په ننګرهار کې د جلغوزیو حاصلات هم پام وړ ډېر شوي د ننګرهار د کرنې ادارې ویاند سید همایون غریبمل وویل امیدوار دي چې د ننګرهار د کرنې ریاست له څلورو فارمونو نه سږکال نژدي ۹۰۰ ټنه زیتون راټول کړي د نوموړي زیاتوی په تېر کې د کانال پروژې په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه باندې زیتون کرل شوي وو خو اوس یې ۱۷۲۰ هکتاره ځمکه باندې زیتون پاتې او نوره برخه یې په تېر کلونو کې د جګړو او بېلا بېلو ستونزو له امله خراب شوی 

د چارواکو وایی چې د ننګرهار د کانال له پروژې نه لاسته راتلونکی زیتونو نه د اچار جوړولو او تېلو په خاطر کار اخیستل کېږي او اوس مهال یې د اچار جوړولو چارې روانې دی ښاغلی غریبمل وايي له زیتونو نه د تېلو او اچارو جوړولو ټول پروژه  پخپله د هډې په فارم کې ترسره کېږي او په وینا یې د کانال په پروژې کې څه کم ۹۰۰ وکړی کار کوی ښاغلی زیاته کړه چې سږکال به د ننګرهار له بېلا بېلو ولسوالیو نه ۸۸۴ ټنه جلغوزي هم ترلاسه شي

article 14

چارواکي وايي دغه جلغوزي په خوګیاڼو، هسکه مېنه، بټي کوټ، شیرزاد او ځینو نورو ولسوالیو کې شوي دي د کرنې ریاست ویاند سید همایون غریبمل وايي د جلغوزیو ډېره برخه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې شوې او په وینا یې د جلغوزیو د ټولو په چاره کې یو شمېر میرمنو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده
ا هم ولولئ |
 طالبانو نامطلوبو وګړو د ایستلو پرېکړه کړې

په تېر کې چین ته له افغانستان نه د جلغوزیو د صادراتو او کاروبار له امله د تورې طلا نوم هم ورکړل شوی و  چین، هند او پاکستان د افغان جلغوزيو لوی پېرېدونکي دي، خو د کورونا وبا له امله يې پر راکړی ورکړی بده اغېز کړی او د افغانستان دننه يې هم بازارونو کې بیې شپېته سلنه کمی شوی

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button