هنر او ادب

څړه او کارګره طبقه| حفيظ الله بشارت

اړوند خبرونه: 

هیله/ راضیه

ورکه هیله | حسينه عمري

داسې شاید ډېر کم پېښ شوي وي چې د یوې طبقې لیکوال دې، د بل قشر ستونزې، غوښتنې او… لیکلې وي، داسې ځکه ده چې د یوې ټولنې اړوند ستونزې په هماغه ټولنه کې رالوی کس تر بل هر چا ښې ویني.

په یوه قشر کې د رالوی لیکوال، عالم او بل هر فرهنګپال سترګې تر نورو ځکه ارتې او ښې لیدونکې وي چې هر څه ته له بېلې زاويې ورګوري.

استاد شپون د کلیوالي انځورونو ماهر لیکوال ځکه و چې د هماغه طبقې ځير عینکې يې په سترګو کړې وې.

احمدي صاحب چې په یوه غریبه ټولنه کې یې د ليکوالۍ استعداد خپل کړی و، د هماغه ټولنې دردونه يې تر بل هر چا ښه انځور کړل.

استاد کرګر د انسان اندرون ته ځکه ورننوت چې د انسان همدا نړۍ‌‌لید يې تر نورو ښه درک کړی و.

ژوند صاحب د خپل قشر په وګړو ابوالهول ځکه مسلط لیدو، چې د دوی په روان کې یې د مرګ، ژوند او نهیلېزم څرکونه تر بل هر ليکوال ښه ليدلي او کتلي وو.

د کارګرې طبقې یا غریب قشر د ناخوالو او ستونزو اړوند تقریباً هر چا لیکل وکړل، خو دومره ښه او خواږه لیکل هېچا ونه کړل، لکه نورمحمد ترکي.

زموږ د ناسم نقد له امله چې د اثر پر ځای یې د هغه پر پنځګر کوو، ډېری ښه اثار هېر کړي دي.

د ترکي صاحب داستانونه له دې امله کم لوستل او شاربل شوي چې ګواکې هغه د خلق دیموکراتیک ګوند رامنځته کړی و، خو دې ته مو بیا پام نه و کړی چې په ادبياتو کې د لیکوال و شاعر تخليق و هنر ته کتل کېږي، نه شخصیت او کړنو ته.

دا لومړی ځل دی چې د ترکي د “څړه” په نوم ناول چې د کارګرې طبقې ناخوالې، پر هغوی د نورو ستم او برلاسي، ستونزې او… په ډېر هنري او جلا انداز بیانوي، ولوست.

د ناول پیل لکه د نورو غوندې چوکاټي خو په عین حال کې د حکایتونو په شان د يو کس د ژوند له مهمې پېښې څخه راشروع کېږي.

د دې ناول یوه ځانګړنه چې ما د پښتو په کمو ناولونو کې حس کړې، هغه د تلوسې له نه پیکه‌توب سره سره د زړه خوړونکو صحنو کموالی او که مبالغه ونه کړم، نشتوالی دی.

په ناول کې دا ځانګړنه ځکه پر نورو جوته او برلاسې ده چې تقریباً د کیسې هره پېښه یې له تراژيدي ډکه ده او له تراژيدي ډکې صحنې خامخا زړه خوړونکې وي، خو دا ناول نه یوازې له دې نيمګړتيا مبرا دی، بلکې ځای ځای پکې د طنز خواږه هم ورګډ شوي دي.

د ناول راوي که څه هم درېیمګړی دی، خو جالب والی یې په دې کې دی چې ځای ځای لکه هېڅ د غايب په اړه چې سړی څه نه اوري او مخاطب درته ګډ وي، د خپل ژوند و سفر کیسې درته کوي.

د څړه ناول د کیسې پای لکه د هندي فلمونو سړی يو مخ نه خوشاله کوي، بلکې لوستونکي ته ښيي چې دا نو ژوند دی، لوړې ژورې به خامخا لري.

دا ناول پښتو نړیوالې مرکې په ٢٠١٧م کال د ډاکتر صادق ژړک په زيار په ١٣٠ مخونو کې چاپ او خپور کړی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button