ژوندسفر خبرونه

څېړنه: زياتره آلمانان غواړي چې هېواد یې لږ کډوال ومني

هر دویم آلماني وګړي دا هيله څرګنده کړې ده چې هيواد یې د اوس په پرتله لږ مهاجر ومني. د آلمان د لومړي تلویزيون (ای آر ډي) په حواله اکثريت آلمانان وايي چې کډوالي یې هيواد ته د ګټې پر ځای ډېر تاوان لري

په آلمان کې د کډوالو په اړه اندېښنې نوي نه دي او دا څه ظاهرا دوام هم لري. کابو هر دويم آلماني (۵۴ سلنه) په نظر د کډوالو راتګ د دې هېواد په زيان دی. دا په داسې حال کې ده چې یوازې يو پر دريمه برخه (۳۳ سلنه) بيا وایي چې کډوالي د آلمان په ګټه ده.

دا مالومات د آلمان د لومړي تلویزيون (ای آر ډي) له يوې څېړني چې په هېواد کې په اصطلاح د سیاسي خوی بوی يا مزاج مالومولو له پاره يوه نماينده څېړنه ده، ترلاسه شوي دي.

نور ولولئ: امریکا: افغانانو ته مو د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروسه چټکه کړې

د دې څېړنې په ترڅ کې د نظر پوښتنې انستيتويت «انفرا تيسټ – ديماپ» د ای آر ډی د تاګس تيمن خبري خپرونې له پاره د مې میاشتې په سر کې د ۱۳۶۰ اتباعو څخه پوښتنې مطرح کړې وې.

د څېړنې په ترڅ کې د ډېر عمر لرونکو کسانو د ځوانانو په پرتله د کډوالو په اړه خپلې اندېښنې په څرګنده بيان کړې

همدا شان د آلمان د ختیځ اوسيدونکو بيا د لویدیځ د اوسيدونکو په پرتله ډېرې اندیښنې درلودلې. د آلمان له پاره بديل ګوند پلويان بيا د انتظار سره سم ډېر اندیښمن ول.

نور ولولئ: انګلستان ته لېږدول شوي مهاجرین زرګونه افغانان لا هم په هوټلونو کې ساتل کېږي

په ټوله کې د کډوالۍ په پراخه کچه د منفي ارزونې په ترڅ کې بيا د اتباعو د نظرونو ترمنځ توپير شته و. په دې ترتيب له لسو څخه څلور په دې اند ول چې آلمان باید له بهرنيو څخه مسلکي کسان را وغواړي.

له لسو څخه کابو درې په دې آند دي چې لږ تر لږه اوسنی کچه یې باید وساتل شي، په داسې حال کې چې يو پر څلورمه برخه غواړي چې د مسلکي کډوالو اوسنی شمير لږ شي.

د مهاجرو په اړه شکونه

د هغو کسانو د منلو په اړه دريځ بيا بيخي بل ډول دی چې له خپلو هيوادونو څخه تېښتې ته مجبور شوی دي. د رای اچونې مستحقو کابو نيمايي یې (۵۲ سلنه) غواړي چې آلمان لږ مهاجر ومني.

دا شمیر د ای آر ډي –آلمان د تمايل د وروستو شمېرو څخه چې د ۲۰۲۱م کال په سپتمبر میاشت کې راټولې شوې دې، ۱۲ سلنه ډېري دي.

له پوښتل شویو يې ۵۰ سلنه ومنله چې آلمان ته د هغو کسانو راتګ چې تېښتې ته اړ شوي دي، د دوی د ویرې باعث ګرځي. په ۲۰۱۶م کال کې هم همدا ډول وضعيت و. ستر بدلونونه هغه وخت ترسترګو کیږي کله چی سړی د ګوندوند لومړيتوبونه په نظر کې ونيسي.

نور ولولئ: پاکستان : افغان مهاجرین بايد اوس بېرته خپل ملک افغانستان ته ستانه شي

خو پر دې هر څه سربیره په آلمان کې د دې له پاره بنسټيز ملاتړ موجود دی چې له اړمنو کسانو سره مرسته وشي. په دې توګه ۸۴ سلنه اتباع د آلمان له خوا مهاجرو ته چې له جګړې او يا کورنۍ جګړې تښتېدلي، د پناه ورکړه سم کار بولي.

۷۰ سلنه آلمانان بيا د هغو کسانو قبلول هم سم بولي چې له لوږې او يا طبيعي آفاتو له کبله تېښتې ته اړ شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button