سیمه

چمن وال: له ګوندونو زړه توري یو، طالبان دې زموږ غم وخوري

د چمن اوسېدونکي وايي، د سوېلي پښتونخوا له سیاسي ګوندونو زړه توري یو، طالبان دې زموږ غم وخوري

د چمن پرلتوال وايي، د نږدې یو کال پرلت وروسته لا هم د سپین بولدک – چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې مسئله نه ده حل شوي او زموږ د سوداګرۍ پر وړاندې یې ستونزې جوړې کړي دي.

د چمن پرلت‌وال او ځايي اوسېدونکي یوځل بیا پر طالبانو غږ کوي، چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کولو مسله دې حل کړي. د سوېلي پښتونخوا اوسېدونکي وايي، هلته ځايي سیاسي ګوندونه ناتوانه دي.

له طالبانو د مرستې غوښتل

د چمن د پرلت غړی حمیدالله وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزې تګ راتګ جبري شوی دی.

نوموړی وایي، په سوېلي پښتونخوا کې سیاسي ګوندونه ناتوانه او د پاکستان د حکومت تر فشار لاندې دي او طالبان باید د دوی ستونزې هوارې کړي.

نوموړی وايي:« دا دروازه د طالبانو د اوسني حکومت په راتګ سره تړل شوې ده؛ خو که د افغانستان اوسنی حکومت د خبرو له لارې د پاکستان له حکومت سره مذاکرات ونه کړي، زموږ پرلت هیڅ ګټه نه کوي، موږ له دربه دریو سره مخامخ یو.»

نور ولولئ:  د چمن پرلت ۳۵ دېرشمه ورځ؛ اسلام اباد یې غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی

نور ولولئ: د چمن پرلت وهونکي وايي چې د پاکستان حکومت ورسره په کړو ژمنو نه درېږي

نوموړی وايي، د چمن او سپین بولدک اوسېدونکي دې په ګډه یوه قومي جرګه جوړه کړي او د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د پرتو اوسېدونکو ستونزې دې د دواړو هېودونو له چارواکو سره حل کړي.

د چمن یو بل اوسېدونکی عصمت الله وايي،‌ د تېر یو نیم کال راهیسې په دغه ښار کې کاروبار په ټپه درېدلی دی.

د بې روزګارۍ ډېرېدل

د نوموړي په خبره، د یاد ښار ډېر ځوانان د کار پیدا کولو په لټه د پاکستان نورو ښارونو ته تللي دي. په داسې حال کې چې وړاندې به د کار کولو لپاره د پاکستان له لرو پرتو سیمو څخه خلک دلته د کار کولو لپاره راتلل.

نوموړی وایي:« پر دروازه سوداګري محدوده شوې ده، د عامو خلکو تګ راتګ دواړو خواوو ته محدود شوی دی. ان جنازې وړل راوړل ستوتزمن شوي دي. ډېر کسان کراچۍ او اسلام اباد ته د کار کولو لپاره تللي دي او د پاکستان د حکومت همدا پلان دی، چې باید په دې سیمه کې کاروبار کم شي.»

دا لومړی ځل نه دی، چې د سوېلي پښتونخوا اوسېدونکي د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري شوي پرېکړې د حل په موخه پر طالبانو غږ کوي، تر دې وړاندې هم دغو پرلت‌والو له طالبانو ورته غوښتنې کړې وې؛ خو طالبانو تر اوسه د دې مسلې په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button