لوبې خبرونه

چمپینز ټرافي؛ پاکستان له نیوزیلانډ په خپل کور کې ماته وخوړه

اړوند خبرونه: 

د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو

د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د اتلاتو اتلولۍ/ چمپینز ټرافي په لومړۍ سیالي کې نن- د فبروري ۱۹مه نیوزیلنډ په (۶۰) پاکستان ته ماته ورکړه.

د دې سیالۍ پچه پاکستان وګټله خو غوره یې وبلله چې لومړی توپ اچونه/ باولینګ وکړي.

د نیوزیلنډ لوبډلې، د ۶ لوبغاړو په تاوان ۳۲۰ منډې وکړې.

د نیوزیلنډ لپاره پیلګر لوبغاړي ویل یونګ ۱۰۷ منډې وکړې. همداراز ټام لاتم ۱۱۸ ناسوځوېدلي منډې وکړې. ګلین فلیپس ۶۱ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ خوشل شاه وکړ. ده په (۴۹) توپونو (۶۹) منډې وکړې. همداراز بابراعظږ په ۹۰ توپونو ۶۴ منډې وکړې.

ټاکل شوې ده چې افغانستان د جمعې په ورځ له جنوبي افریقا سره مخامخ شي.

افغانستان په دې لړۍ کې په لومړي ځل په مستقیم ډول په ۸ غوره ټیمونو کې شامل شوی دی. د افغانستان لوبډله د جنوبي افریقا، انګلستان او آسټرالیا له ځواکمنو لوبدلو سره په B ګروپ کې لوبېږي.

د افغانستان دوهمه لوبه به د فبرورۍ په ۲۶مه له انګلستان او درېیمه د فبروري په ۲۸مه له اسټرالیا سره وي.

د چمپینز ټرافي لوبې دا ځل په دوو هېوادونو، پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي ځکه د هند لوبغاړو نه غوښتل پاکستان ته ولاړ شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button