نړیوال خبرونه

چين کې د افغانستان د بشري ناورین کابو کولو په موخه غونډه کېږي

چين د افغانستان د بشري ناورين کابو کولو په موخه راتلونکې مياشت د ګاونډيو هېوادونو غونډه رابللې ده. د چین د بهرنیو چارو وزارت وینا پاڼه وايي، د روسيي د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف په ګډون به د افغانستان د شپږو ګاونډیو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي پلازمېنه بجينګ کې په جوړېدونکي غونډه کې ګډون وکړي. ټاکل شوې دغه ناسته د مارچ پر ۳۰ پيل او دوه ورځې به دوام وکړي. د وینا پاڼې له مخې اقتصادي مسلې او افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي حل لارې به د دغه غونډې په اجنډا کې مهم او د سر ټکي وي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي د ټولو ګډې هڅې به په دې وي چې پر ناورین ورګډو افغانانو لاسنيوی او ساتنه وشي او په داسې بدو ورځو کې یوازې پرې نښودل شي. ټاکل شوې په دغه غونډه کې چين، ايران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او د ازبکستان هېوادونو استازي ګډون وکړي. دا درېیم ځل دی چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د افغانانو پر بشري بحران خبرو ته سره راټولېږي، وړاندې په اسلام اباد او تهران کې هم ورته غونډې جوړې شوې وې.

په افغانستان کې د ناورين د کابو کولو په موخه د سیمې د هېوادونو په کچه هڅې روانې دي. تازه د ترکيې پر مرستو بار اورګاډی افغانستان ته رسېدلی او څه دپاسه نهه سوه ټنه اړین توکي یې د اړمنو کورنیو سره د مرستې په موخه رسولي دي. طالبانو بیا په دې وروستیو کې د هند له لوري د غنمو او درملو مرستې د قدر وړ بللي او وايي مالیزیا هم د ژمنیو جامو مرستې کابل ته رسولي دي. بل پلو ملګرو ملتونو یو ځل بیا په بېړني ډول له افغانستان سره د بشري مرستو غوښتنه وکړه.

نور یی ولوله | ازبکستان د افغانستان، ایران او هند له چابهار هوکړې سره ‘یو ځای شو

د دغه سازمان یوه پلاوي چې وروستی بشري حالت یې ارزولی ویلي ۲۴ میلیونه افغانان چې د هېواد د وګړو ۵۹ سلنه کېږي له بد حالت سره مخ دي او بايد وژغورل شي. د پلاوي مشره رینا ګیلیاني وايي “د افغانانو درد او کړاو له اټکله لوی دی، څه چې موږ لیدلي خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د بشري مرستو ادارې بې له قیدو شرطه له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي”.

اغلې ګیلیاني وویل، د دې کال لپاره چې موږ کومې بشري مرستې افغانستان ته غواړو، د بشري مرستو په تاریخ کې کمسارې دي. همدا ډول د بشري مرستو ادارو دا هم ویلي چې د مرستو لپاره اړتیا ۳۰ په سلو کې د تېر کال پرتله زیاته شوې. پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته افغانستان کې بې کاري زیاته شوه ، بیې لوړې شوې او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ را ولوېدلې ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button