کورني خبرونه

چین : له اجازې پرته دې چینايي شرکتونه افغانستان کې کان کېندنې ته زړه نه ښه کوي

 افغانستان کې د چین سفارت پرون جمعی ورځ چینايی شرکتونو او چینايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې په پټو سترګو او له رسمي اجازې پرته دې د افغانستان د کانونو برخه د پلټنې په موخه دغه هېواد ته سفر نه کوي

سفارت په یوه بیان کې ویلي .چې د طالبانو  حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو برخه کې د پلټنې جواز تر لاسه کولو لپاره ډېر سخت شرطونه ايښي په افغانستان کې د چین د سفارت له اړخ په دې خپاره شوي رپور  کې راغلي چې که هر څوک او یا هر شرکت له اجازې پرته د کانونو د پلټنې چاره ترسره کړي ښايي د نیولو له خطر سره مخامخ شي دې رپور کې چې د سفارت پر ویپاڼې خپور شوی همدغه رنګه  ویل شوي چې  اوس مهال  د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر داسې بهرنی وګړی  نیول شوي چې د فعالیت جواز یې نه درلود.

نور یی ولوله | روسیې په خپل ګاونډیو هیوادونو کې د ناټو پر فعالیتونو د سختو بندیزونو غوښتنه کړې

رپور  زیاتوي چې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو برخه کې د پلټنې جواز لاسته کولو لپاره ډېر سخت شرطونه ايښي دي افغانستان ډېرې طبیعي زېرمې لري. په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا د ځمک پیژندنې بنسټ د اټکل له مخې افغانستان کې د مسو، سرو زرو، لېتیمو او نورو فلزاتو زیرمې شته چې نړۍ کې کم لیدل  کېږي د دې ارزونې له مخې هغه مهال د دې زیرمو ارزښت له یو تریلیون نه تر درې تریلیون ډالرو اټکل شوی وو او دا چې اوس یې ارزښت اوس څومره دی په دې اړه تازه او کره معلومات نشته.

د چین د سفارت له اړخ  چینايي شرکتونو او چینایانو ته افغانستان ته د سفر نه کولو خبرداری په داسې مهال ورکړل شوی چې په دې وروستیو ورځو کې فایننشل ټایمز ورځپاڼې رپور  ورکړی  چې یو شمېر چینايي شرکتونه افغانستان کې د لیتیمو او مسو د زېرمو لټون کوي.

 ویل شوی چې افغانستان کې د لېتیمو پراخې زیرمې شته چې تراوس مهال لاسته نه دی راغلی لېتیمو ته چې د برېښنايي موټرو په بطریو کې کارول کېږي اوس مهال نړۍ کې ډېره اړتیا ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button