Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

اقتصاد او سوداګري

چین کې د افغانستان سفارت: له چین سره د واخان لارې پر سوداګرۍ وغږېدو

طالبان ادعا کوي چې له چین سره د واخان لارې په سوداګرۍ پیلولو یې خبرې کړي دي

په چین کې د افغانستان د سفارت پر اېکس یا ټوېټر پاڼه لیکل شوي چې د سفارت چارسمبالي سید محي الدین سادات چې طالبانو دغه سفارت ته معرفي کړی، د چین د بهرنیو چارو وزارت د سرحدونو او سمندرونو د چارو له مشر وانګ ټینشیان او د کونسلي چارو له مشر سره کتلي دي.

په بیان کې راغلي چې له ښاغلي ټینشیان سره کتنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د واخان دهلېز له لارې د راشه درشه د پیلولو په باب خبرې شوې دي.

نور ولولئ: پاکستان کې د ناامنۍ ډېرېدل او د سوداګرو اندېښنې

دغه راز د سرحدي چارو د ښه مدیریت او له دې لارې د نوري فایبر پر غځولو لومړنۍ خبرې شوې دي، خو ددې خبرو -چې لومړنۍ بلل شوې، تفصیل نه دی ورکړل شوی.

واخان غاښی او له چین سره پوله

د واخان غاښی د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري چې له چین سره پر پوله پروت دی او پخوا له دې لارې د افغانستان او هند نیمې وچې سوداګري کېدله.

واخان د افغانستان په بدخشان کې د چین له پولې سره پرته غرنۍ سیمه ده. همدې سیمه کې افغانستان له چین سره شاوخوا ۹۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

د تېر کال نومبر میاشت کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نور الدین عزیزي هم له چین نه غوښتي وو چې د وا خان دهلېز بنسټونه ورغوي چې دده په وینا دا به د افغانستان طبیعي زېرمو ته د چین لاسرسی اسانه او د افغانستان له اقتصادي ودې او د سیمې له ثبات سره مرسته وکړي.

نوموړي یوه وینا کې ویلي وو چې وا خان دهلېز یا د ورېښمو تاریخي لار د افغانستان او چین ترمنځ سوداګري ډېرولی شي او د توکو د لېږد رالېږد ډاډمنه لار هم کېدای شي، خو ایا چین پر دې لاره پانګونې ته لېواله دی؟

ایا دغه لار به د چین لپاره ارزښت ولري؟

اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی دیپلومات زردشت شمس یې په اړه وايي، د وا خان لار که څه هم د افغانستان لباره له اقصادي او سوداګریز او جیو سټراټيژیک ارزښت اړخه مهمه ده، خو د چین لپاره ښايي برعکس دومره زیات ارزښت ونه لري؛ ځکه چین د مرکزي اسیا او دېخوا له پاکستان سره مستقیمه پوله لري.

نور ولولئ: ولې پاکستان کې هند ته د افغان سوداګرو صادرېدونکې توکي تر برید لاندې راځي؟

دی وايي، دا لار ډېرې پانګونې ته اړتیا لري، جګ غرونه او سخته لار یې ښايي چین دې ته اړباسي چې په دې کې دومره ډېرې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.

زردشت شمس وايي، چین د پاکستان خوا ته له پخوا پانګونه کړې ده، مګر دا د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو د ښې پیلامې په توګه تعبیرېدلی شي.

بي بي سي وايي، د طالبانو استازی له چینايي چارواکو سره د وا خان له لارې د تګ راتګ خبره داسې مهال کوي چې مهال بیا تازه کوي چې پاکستاني چارواکو څو ورځې وړاندې وویل، د پاکستان له لارې پر سړک د چینايي ټرانزیت مالونو لومړۍ جوپه افغانستان ته ورسېده.

وا خان د افغانستان په بدخشان کې د چین له پولې سره پرته غرنۍ سیمه ده. همدې سیمه کې افغانستان له چین سره شاوخوا ۹۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button