سفر خبرونهکورني خبرونه

ډبلیو ایف پي: یو میلیون افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

د خوړو نړیوال پروګرام یو میلیون افغانانو ته د مرستو رسولو په خاطر ۱۶ میلیونه ډالر مرسته غوښتي ده

دا مرسته په داسې حال کې غوښتل کېږي چې د ژمي په رارسېدو سره پاکستان سلګونه زره افغان کډوال په جبري ډول له خپلې خاورې ایستلي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو سربېره اړمنو سره د مرستې لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام نن پنج‌شنبه د نومبر ۱۶مه پر اېکس «ټوېټرپاڼه» په یوې ویډیو کې ویلي چې څه باندې یو میلیون افغانانو ته د مرستو لپاره ۱۶ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

له کډوال سره شوې مرستې کافي نه بلل کېږي

که څه هم هره ورځ زرګونه کسان له پاکستان څخه په زور افغانستان ته ستنول کېږي، دغه بنسټ وايي چې تراوسه یې ۱۱۲۰۰۰ زره کسانو سره د خوړو او نغدې مرستې کړې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز دې ویدیو کې ویلي، دغه افغان کډوال په ډېر ناوړه وضعیت کې بېرته هېواد ته په زور ستنول کېږي. په وینا یې، ډېری راستانه کېدونکي کډوال خواړه نه‌لري او یوې نامعلومې راتلونکې سره مخ دي.

نور ولولئ:  حنیف اتمر: له اختلاف سره سره بیا هم له طالبانو سره همکاري کوم

نور ولولئ: پخوانی ولسمشرغني: له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستنه ناورین دی او باید مدیریت شي

دغه پروګرام بېرته راستنېدونکو کډوالو سره مرستې کړي، خو وايي، راستانه شوي کډوال د سرپناه لپاره ځای نه‌لري، د ژوند دوام لپاره سرچینو له کمښت سره مخ دی او ژمی هم په نږدې کېدو دی.

افغان کډوال داسې مهال بېرته هېواد ته راستنېدو ته اړ کېږي چې هېواد کې لا له وړاندې د شوې زلزلې له امله ناورین رامنځته شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانانو کمزوری اقتصاد، د اقلیم بدلون د دغه ناورین یوه بله څنډه بللې ده.

دغه پروګرام زیاته کړې چې ډېری راستانه شوي بېړنو مرستو ته اړتیا لري چې دوی د مالي سرچینو له کمښت سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام له دې وړاندې د افغانستان لرو پرتو سیمو کې اړمنو ته د خوړو او نورو توکو د رسونې لپاره د ۴۰۰میلیونه ډالرو غوښتنه کړې وه.

د ژمي رارسېدل او په هېواد کې د فقر زیاتېدل

د خوړو نړیوال پروګرام یکشنبه د نومبر ۱۲مه پر اېکس «ټوېټرپاڼه» لیکلي و، افغانستان کې ژمي ته یوازې څو اوونۍ پاتې او اړتیا ده چې لرو پرتو سیمو ته پر وخت مرستې ورسول شي.

د خوړو نړیوال پروګرام لیکلي و: «افغانستان کې ژمي ته یوازې څو اوونۍ پاتې چې لرو پرتو سیمو ته تللې لارې د واورې اورښت له امله وتړل شي. ۴۰۰ میلیونه ډالر هغه څه دي چې د خوړو رسولو او اغېزمنو ته د رسېدنې لپاره اړینې دي.»

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز پر خپله اېکس پاڼه له پاکستان څخه په زور د راستنېدونکو افغان کډوالو دوضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې وه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button