ساینس او ټېکنالوژي

ډونالډ ټرمپ وايي، که اېلن ماسک ټیک ټاک اخلي، زه یې ملاتړی یم

اړوند خبرونه:

ایفون 16 به نن بازار ته وړاندې شي؛ په اړه یې څومره پوهېږی؟

د چین او اپل کمپنۍ اختلافات او د ایفون بازار رالوېدل

اپل کمپني د ایفون 17 ډیزاین د اوږدې مودې اپ کرېډ ژمنه وکړه

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې که امریکایي میلیاردر اېلن مسک وغواړي ټیک ټاک ټولنیزه رسني واخلي، هغه به ورسره هوکړه وکړي.

ټرمپ تر هغع مخکې د هغه قانون پلي کول ځنډولي وو،چې پکې په متحده ایالاتو کې بندیز د ۷۵ ورځو لپاره و.

ټرمپ داسې مهال دا خبره کوي،چې نوموړي پرون سه شنبه د سلواغې په دوهمه په یوه فرمان کې، د ټېسلا کمپنۍ مشر او خپل کمپایني ملګری، اېلن ماسک د یوې مشورتي ډلې رییس وټاکه.

د رویټرز راپور کې راغلي وو، چې دغه بنسټ به د “دولت اغېزمنتیا” په نوم یادیږي او د حکومت د پراخو لګښتونو د راکمولو طرحې به عملي کوي.

د متحدو ایالتونو سترې محکمې د جمعې په ورځ، (د مرغومي په ۲۸مه) یو قانون تایید کړ، چې له مخې یې، که د دې اپلیکیشن اصلي شبکه تر یکشنبې پورې ونه پلورل شي او فعالیت به یې په امریکا کې بند شي.

د دې قانون تر رسمي کیدو څو ساعته مخکې، یعنې د شنبې په شپه، (د مرغومي په ۲۹مه) ټیک‌ټاک امریکایي کاروونکو ته دا پیغام واستاوه او د اوس لپاره یې ورسره مخه ښه وکړه:

«په متحدو ایالتونو کې د ټیک‌ټاک د بندیز قانون نافذ شوی دی. له بده مرغه، دا معنا لري چې تاسو به اوس د ټیک‌ټاک له استعمال څخه محروم یاست.»

ټیک‌ټاک په متحده ایالتونو کې یو له خورا مشهورو ټولنیزو رسنیو څخه دی چې شاوخوا ۱۷۰ میلیونه کاروونکي لري، چې ډېری یې ځوانان دي.

د ټیک‌ټاک ځواکمن الگوریتم، چې د دې اصلي شتمني ګڼل کېږي، کاروونکو ته شخصي شوې لنډې ویډیوګانې وړاندې کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button