کورني خبرونه

ډوډۍ، کار او عدالت؛ ددې شعار ورکوونکو ښځو لاریون طالبانو په درنو ډزو تیت او پرک کړ

په کابل کې ښځو د سنګارتونونو د تړلو پرضد لاریون وکړ چې طالبانو پر دوی ډزې وکړې او اوبه یې ورباندې وشندلې

دا ښځې تېره ورځ کابل کې سړکونو ته را وتلې وې او ګډونوالو یې د “کار، ډوډۍ او عدالت غوښتنې” شعارونه ورکول.

احتجاج کوونکو ښځو چې لاریون یې پیل کړی وو، د طالبانو امنیتی ساتونکو یې مخه نیولې او د تیت او پرک کولو لپاره یې پرې اوبه شیندلې دي.

نور ولولئ: د جرمني لومړی وزیر: د افغان ښځو او نجونو لپاره باید کار وکړو

یو شمېر لاریونوالو ښځو ادعا کړې، چې دوی د طالبانو د امنیتي کسانو له خوا “ټیل وهل شوې” او د خورولو لپاره یې هوایی ډزې هم کړې دي.

په دې اړه طالبانو څه نه دي ویلې

طالب چارواکي تر دې دمه د دغه لاریون په اړه له خبرو ډډه کوي، خو په تېر کې هم طالبانو د ګڼو هغو ښځو مخه نیولې چې ښځو ته د کار او زدکړو د حق غوښتلو لپاره احتجاجونو ته راوتلې وې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دغه لاریون کې د طالب ځواکونو له خوا “زور کارونې ژوره اندېښنه ښوولې.”

یوناما پر ټوېټر ویلي “افغانان د دې حق لري چې له تاوتریخوالي پرته خپل نظر څرګند کړي او د طالب واکمن باید دا په پام کې ونیسي

د نړیوالو غبرګونونو دوام

دا غبرګونونه وروستي نه دي بلکې له دې وړاندې هم نړیوالو سازمانونو او د بشر حقونو بنسټونو د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر تبعیضي چلند سخت غبرګونونه ښودلي دي، خو طالبان بیا وايي چې دوی ښځو ته حقوق ورکړي دي.

نړیوال د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصون غوښتنه کوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم عملي اقدام نه دی کړی او ښځې یې له هر ډول حقوقو محرومې کړي دي.

لا زیات ولولئ: ملګري ملتونه: طالبانو د افغان ښځو او نجونو په اړه خپلې ژمنې ماتې کړې

ملګري ملتونه: طالبانو د افغان ښځو او نجونو په اړه خپلې ژمنې ماتې کړېملګري کلتونه مل

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت د جولای پر دریمه افغانستان کې ټولو سینګارتونو ته یوه میاشت کې د تړلو امر کړی و.

طالبانو ویلي وو، دا پرېکړه یې د خپل مشر مولوي هبت الله اخونزاده پهامر سینګارتونونو کې د ډېرو لګ‍ښتونو او هغو کارونو مخنیوي په موخه کړې چې د دوی په باور په “شریعت کې یې جواز نشته.”

د طالبانو دغه پرېکړه د عامو خلکو له نیوکو سربېره هغه ښځې هم اندېښمنې کړې دي، چې کلونه یې دې برخه کې کار کړی او له دې درکه یې خپلو کورنیو ته روزي ګټله.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button