روغتیا

ډېر خوب کول د انسان د وزن په کمولو کې کمک کوي

امریکايي ساینسپوهان وايي، ډېر خوب کول د چاغوالي یا وزن په کمولو کې مرسته کوي، ځکه چې د خوب له امله موږ لږې کالوري ته اړتیا لرو. د دغې څېړنې پایلې ځکه د پام وړ دي، چې پخوانۍ څېړنو په پرلپسې ډول ښودلې وه، چې ډېر خوب د چاغوالي او شکرې ناروغۍ او همدارنګه د زړه او مغزو د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.

د څېړنې مخکښ لیکوال ډاکټر اسري تسالي وايي، په وروستیو کلونو کې معلومه شوې چې د خوب کمېدل اشتها زیاتوي او د چاغوالی خطر زیاتوي، خو په ورته وخت کې دا پوښتنه هم راپورته شوه چې ایا د شپې ښه خوب لږ زیات خوب کول د چاغوالي په کمولو کې مرسته کولی شي؟

نور یی ولوله | د زړه ضربان زیاتېدل او د وزن کمېدل د کومې ناروغۍ نښه ده؟

دا څېړنه چې په ۸۰ تنو رضاکارو کسانو ترسره شوه، د څېړنې پرمهال له معمول څخه زیات وېده کړل شو او له پایلو یې معلومه شوه چې ډېر خوب کول د چاغوالي په کمولو کې مرسته کوي

د دغه څېړنې پایلې ښیي، چې د چاغوالي په کمولو کې یو ښه او اوږد خوب ځانګړی رول لوبوي. که څه هم دا څېړنه هیله بخښونکي پایلې لري خو حتمي یې ځکه نه ګڼو چې په لږ شمېر خلکو ترسره شوې ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button