نړۍ خبرونه

ولسمشر ټرمپ:ډېر ژر به د کرونا واکسين جوړشي

ډېر ژر به د کرونا واکسين جوړ شي د متحده ایالاتو جمهور ریس ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا دا خبرې کړې چې د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره به واکسين به ډېر ژر جوړ شي نوموړي ویلي چې شاید د نومبر له ٣مې نېټې څخه مخکې بازار ته هم وړاندې شي،

دميډیا د راپورونو له مخې ، د پنجشنبې په ورځ ډونالډ ټرمپ په يوه تلویزیوني خپرونه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: زه مطمین یم چې په امريکا کې ولسمشريزې ټاکنې چې په نومبر کې ترسره کېږي، تر هغې مخکې به د کورونا واکسين جوړ شي.نوموړي زیاته کړه زه هيله من يم چې روغتياپالان به له نومبر مياشتې مخکې دا واکسين جوړ کړي.)) د امريکايي رسنيو د راپورونو په وېنا، د کورونا واکسين په تړاو دا يو مثبته اشاره ده، ځکه ټرمپ په دې باوري دى چې د واکسين د جوړولو په برخه کې دوى ډېر پرمختګ کړى دى.

ولسمشر ټرمپ همدا رنګه د خپلې مرکې په دوام وويل د کویډ۱۹ ناروغۍ واکسين به دروان کال پاى ته رسېدو مخکې جوړ شي. چې له ټرمپ څخه دا پوښتنه وشوه چې ايا داسې امکان لري چې د نومبر له ٣مې نېټې مخکې به د کورونا واکسين جوړ شي، نو هغه وويل چې زه فکر کوم ښايي له دې هم مخکې بازار ته وړاندې شي، او خلک ترین استفاده به وکړي نموړي وویل دا با داسې دوا یا واکسین وي چې ډطر خلک به ورباندې جوړ شي، او کرونا به وروورو له منځه لاړه شي،

د ا باید یاده کړو چې د کویډ۱۹ ناروغي دمخنيوي لپاره د دنیا تر دوه سوه زيات شرکتونه په دې هڅه کې دي چې د کورونا واکسين جوړ کړي، همدا رنګه له شل زيات داسې شرکتونه هم دي چې په انسانانو د واکسين د ازمايښت پړاونه يې هم پوره کړي دي.نو که چرته دا واکسین په سمه توګه کاروکړي نیمه نړۍ به د کرونا وېروس نه وزغورل شي،

خو بلخوا بیا ډبلیو ایچ او وايي، چې که چېرته د کرونا د مخنيوي لپاره واکسين جوړ هم شي، نو د راتلونکي ٢٠٢١ کال د جولاى مياشتې څخه مخکې د هغې منظوري ورکول به ممکنه نه شي.ځکه دا باید ثابته شي مونږ ته چې ایا کرونا لپاره دغه دووا یا واکسین په سمه توګه کار وکړي هم او که نه که چرته ېې منفي اړخونه زیات نو ساید دا واکسین لغوه شيٍ

ز د روغتيا نړيوال سازمان مشر په يوه وېنا کې دا هم ويلي و، چې ښايي د کورونا لپاره داسې واکسين جوړ نه شي چې په بشپړه توګه دا ويروس ختم کړي.او کرونا شاید ډېر هم دوام وکړي ځکه کرونا یو داسې ناروغي ده چې ټوله نړۍ ېې نيولې ده او شاید دا وخت واخلي چې ترڅو په بشپړه توګه ختمه شي

افغانستان هم کرونا لا هم په ټاپ روانه ده او مخ په ډېرېدو ده د افغانستان د روغتیاوزارت سرپرست څو ورزې وړاندې د خبري کنفرانس له لارې دا بیان ورکړۍ وو چې ۱۰ میلیونه افغانان په کويډ۱۹ ناروغۍ اخته دي نوموړي وویل چې بازې خلک چې ناروغه دي ځانونه ېې ندي راجستر کړي خو حقیقت کې په کرونا اخته دي او د کرونا ناروغۍ نښې هم پکې موجودې دي،نوموړي همداراز هېوادوالو ته توسعه وکړه چې د کرونا ناروغۍ مخنيوي لپاره لازم تدابیر ونیسۍ ،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button