ښاغلی ستانکزی: ظالم او استبدادي حکومتونه به د سوریې د حکومت په څېر له منځه ځي
دغه لوړپوړي طالب چارواکي ویلي چې د ظالمو او استبدادي حکومتونو انجام زوال او بربادي ده
خلیفه سراج الدین او ښاغلی عباس ستانکزی په کندهار کې د خپل سرو تصمیمونو له نیولو سره مخالف او کله، کله دغه اندېښنې په کنایه کې له رسنیو سره شریکوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، چې د ظلم، فشار او استبداد حکومتونو پایله زوال دی. شیرمحمد ستانکزي وویل چې خلک باید د نورو هېوادونو ګدايۍ او لاسنیوي ته اړ نه شي او افغانستان باید له اقتصادي، سیاسي، دفاعي او امنیتي اړخونو په خپلو پښو ودریږي.
د نیمې پېړۍ د حکومت نسکورېدل
شیرمحمد عباس ستانکزي د سې شنبې په ورځ « د لړم پر ۲۰مه» د نوي کابل پروژې د لومړي فاز د عملي کار د پرانېستې مراسمو ته په خبرو کې وویل، چې د زور او ظلم حکومتونه د سوریې د حکومت په څېر چې نیمه پیړۍ واکمن و، نسکوریږي.
ستانکزي وویل، « د سوریې حکومت، چې زوی او پلار کاوه، تقریبا د ۵۴ کلونو حکومت چپه شو او له منځه لاړ. د زور او استبداد حکومتونه به همیشه همدغسې وي»، نوموړي زیاته کړه چې « د فشار او د زور حکومتونو نتیجه به همدغسې وي، اخر به زوال کیږی او په داسې حالت کې به زوال کیږي چې بیا به یې خلک په تاریخ کې په بد نوم یادوي».
نور ولولئ: عباس ستانکزی وايي، د پاکستان سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات له منځه تللی
نور ولولئ: عباس ستانکزی: علم په نر او ښځه فرض دی، باید زمینه یې برابره شي
د طالبانو اوسنۍ حکومت ته اشاره
ستانکزی وايي، چې عادل او شرعي حکومتونه به په تاریخ کې په طلايي خط لیکل کیږي.
هغه غوښتنه وکړه چې د طالبانو نظام، حکومت او سیستم باید داسې جوړ شي، چې راتلونکی نسل پرې وویاړي.
دغه طالب چارواکی، چې ډېر وخت د طالبانو حکومت د سیاستونو منتقد پاتې شوی، وايي، خلک باید د نورو هېوادونو ګدايي ته اړ نه شي او افغانستان باید له اقتصادي، سیاسي، دفاعي او امنیتي اړخونو په خپلو پښو ودریږي.
ستانکزی داسې مهال د سوریې حکومت ته د استبداي نظام نوم ور کوي، چې طالبانو له تېرو درې نیمو کلونو راهیسې واک په انحصار کې اخستی او د خلکو حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو حقونه یې سلب کړي او په بېلابېلو برخو کې یې ګڼ بندیزونه لګولي دي.
په دې غونډه کې د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې د نوې ستراتیژۍ له مخې چې ددوی مشر ملا هبت الله اخوندزاده منظوره کړې، کابل ته له پنجشیر نه اوبه لېږدول کیږي او دې ته په لومړي ګام کې ۱۴۰ میلیونه ډالره بودجه په نظر کې نیول شوې.