سیمه ییز خبرونه

کابل ته د ایران د قضایه قوې د پلاوي سفر؛ طالبانو د افغان بندیانو په تړاو ورسره خبرې کړي

ایران کې ګڼ افغان بندیان موجود دي چې په دې تړاو ایران او طالبانو خبرې کړي دي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت چارواکو او د ایران د قضایه قوې د مرستیال په مشرۍ یو پلاوي د ایران په زندانونو کې د افغان بندیانو د وضعیت، د دواړو هیوادونو ترمنځ د بندیانو د سپارلو د موافقې او په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو په ستونزو خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزات مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د شنبې د ورځې ناوخته جنورۍ ۲۰ ( مرغومې ۳۰) رسنیو ته په یو استولي پیغام کې ویلي چې د ایران د قضایه قوې د مرستیال کاظم غریب‌ ابادي په مشرۍ یو پلاوي کابل ته سفر کړی او د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي سره یې خبرې کړي دي.

د استرداد د هوکړې پلي کول

ښاغلي تکل ویلي: “د دواړه هیوادونو تر منځ د زندانیانو ستونزو د هواریدو، د زندانیانو د استرداد د موافقتنامې پلي کولو، په اعدام محکوم شویو افغانانو ته د بدیلو میکانیزمونو پیداکولو او د افغان مهاجرینو اړوند حقوقي او جنایي برخو کې له یو بل سره د همکاریو ترسره کولو مفصلې خبرې وکړې”.

نور ولولئ: ایران : د طالبانو حکومت منلې چې د ایران پر مخ به د اوبو مخه نه نیسي

نور ولولئ: د ایران د پارلمان مشر: طالبان دې د زموږ غوښتنو ته مثبت او رغنده ځواب راکړي

نور ولولئ: طالبان وايي، موږ له ایران اوبه نه دي راګرځولي بلکې د هلمند سیند اوبه نه لري

ضیا احمد تکل ویلي چې په دې کتنه کې امیرخان متقي په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت د ارزونې په موخه د افغانستان د سیاسي او قونسلي استازولیو له خوا له زندانیانو سره د کتلو او په دغه هیواد کې د بندي افغانانو ستونزو ته د لاسرسي د زمینې مساعدولو غوښتنه هم کړې ده.

iran2

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند د څرګندونو له مخې د ایران د قضایه قوې مرستیال غریب ابادي د دې غوښتنې په اړه ویلي: “موږ په دې برخه کې خوراجدي موقف لرو او د لازمې همغږۍ او معلوماتو شریکولو په مرسته به په راتلونکې کې لازم اقدامات ترسره شي”.

دغه ایرانی پلاوی د طالبانو په بلنه تللی

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا کابل ته د کاظم غریب‌ ابادي په مشرۍ د پلاوي د سفر په اړه ویلي چې دا سفر د طالبانو د حکومت د قضایه شورا د رئیس په بلنه شوی دی.

ایرنا د غریب ابادي او متقي د کتنې په اړه ویلي: “دواړو خواو په دې کتنه کې… د یو لړ موضوعاتو په اړه لکه تروریزم او د تکفیري ډلو سره د کلکې مبارزې او په دې برخه کې د ګډې قضایې کمیټې جوړیدل، افغانستان ته د ایران د قضایي تجربو انتقال، د محکومو شویو انتقال او د مجرمانو د استرداد اړوند مسلو خبرې کړي دي”.

د طالبانو حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د میاشتې په سر کې ویلي و چې د ایران د حکومت د قضایي قوې یو پلاوی په دغه هیواد کې د اعدام په سزا د محکومو شویو افغانانو د دوسیو د ارزونې لپاره کابل ته سفر کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button