نړیوال خبرونه

کابل ته د خلیلزاد سفر لیدنې او نور جزیات

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او د لته یې د افغان ولسمشرپه ګډون له یو شمېر دولتي چارواکو سره لیدلي.نوموړی بیګا مازدیګر نه وروسته سپیدار ماڼی کې یو شمیر سیاسیونو سره لیدل کتل شوی.

زلمي خلیلزاد له جمهور ریس سره په کتنه کې هغه ته خپل راپور واوراوه او د افغان سولې  په اړه يې اړیني خبرې وکړې، غني له افغانستان څخه د بهرنی ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته د اړیکو د نوي فصل پیل ته په پام، په نویو واقعیتونو د سولې پروسې پر عیارولو ټینګار وکړ.ولسمشر غني زیاته کړه، سوله د افغانستان خلکو او حکومت ته استعجالیت لري، خو دغه بهیر باید د افغانستان له نویو واقعیتونو سره متناسب وي.

20210504 040230

په ورته مهال د افغانستان په یو شمېرسهیلي ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او په ډیری سیمو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ درنې  نښټې روانې دي.له هلمنده راپورنه وايي دلته اوس هم جګړه روانه ده او ان دا جګړه مرکز لښکرګاه ته نژدې شوې د ناوې او ګرشک ولسوالیو امنیت هم خورا خراب او د اندېښنې وړ دی.

په ورته وخت د کندهار ولایت څخه هم راپورونه وايي چې  د دې  ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې بریدونه او د طالبانو تحرکات زیات شوي او ورځ تر بلې د ولسوالیو  امنیت خرابیږي.پر همدې مهال د زابل ولایت څخه هم هره ورځ د نښتو او بریدونو راپورونه ورکول کيږي مالومات ښيي چې د دې ولایت مرکز کلات باندې په دې وروستیو شپو کې پرلپسې بریدونه ترسره شوي.

دا په داسې وخت کې ده چې  له وسلوالو طالبانو غوښتل شوي چې تاوتریخوالی کم او د سولې لپاره ګامونه پورته کړي خو طالبانو دې خبرې ته کوم ځواب نه دی ویلی او ورځ تر بلې په ولایتونو کې بریدونه او جګړې زیاتوي.او عام افغانان په ویره کې اچوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button