نړیوال خبرونه

کابل ته د پاکستان ملي امنیت سلاکار سفر ‘ځنډول شوی’

کابل ته د پاکستان لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار معید یوسف سفر ځنډول شوی دی. د افغانستان دولتي باختر خبري اژانس په رپوټ کې په کابل کې د پاکستان سفارت چارواکو له قوله ویل شوي، د ښاغلي یوسف سفر په کابل کې د خراب موسم له کبله ځنډول شوی دی. د باختر په رپوټ کې د دې سفر د بلې نېټې په هکله څه نه دي ویل شوي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې یو شمېر افغان فعالانو د ښاغلي یوسف د سفر پر ضد کابل کې د احتجاجي غونډې اعلان کړی و او پر خواله رسنیو یې توند غبرګونونه څرګند کړي. مخکې پاکستان رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له خولې خبر ورکړی و، چې ټاکل شوې د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار، معید یوسف، په مشرۍ یو پلاوی نن ‘جنوري ۱۸ مه ‘ په دوه ورځني رسمي سفر کابل ته لاړ شي.

نور یی ولوله | د افغانستان په لوېديځ کې زلزلې “مرګژوبله” اړولې

پاکستاني چارواکو ویلي و، له طالب چارواکو سره لیدنو کتنو کې به پام تر ډېره د افغانستان پر بشري وضعیت او په دې برخه کې د پاکستان پر همکارۍ ور ټول وي. خو د باختر اژانس په رپوټ کې بیا افغانستان ته د ښاغلي یوسف د سفر موخه له طالب چارواکو سره د ډیورنډ کرښې پر مسئلې د خبرو تر څنګ د سوداګرۍ او او اقتصاد اړوند مسایلو خبرې بلل شوې ده.

د یادونې ده چې دا وروستیو کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان له لوري د اغزن مزي غځولو پر سر د دواړو خواوو تر منځ ناندرۍ را ټوکېدلې. طالب ځواکونو په ځینو سیمو کې اغزن مزي ورټول کړل چې بیا دواړو غاړو په دې تړاو د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ، خو لوړپوړو پاکستاني چارواکو ویلي، د اغزن مزو او کټارو لګول به بشپړوي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد تېره جمعه وویل، د ډیورنډ کرښې اوږدو کې به د اغزن تار غځولو پروژه ”د کابل په خوښه سرته ورسول شي.” شیخ رشید احمد زیاتوي، د ډیورنډ کرښې اوږدو کې ۲۶۰۰ کیلومتره اغزن تار غځول شوی او ایله ۲۱ کیلومتره پاتې تار به هم ژر وغځول شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button