نړیوال خبرونه

کابل کې د اوبو کمښت

د اوبو د کمښت بحران

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، کابل ښار د اوبو کمښت بحران ته نږدې شوی او سږ کال تر ځمکې لاندې اوبو کچه تر درې نیم مټرو ښکته شوې ده

پلازمینه د اوبو له کمښت څخه شکایت کوي

دا وزارت له خصوصي سکټور او مرستندویو بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي. د اوبو او انزژۍ وزارت تر ځمکې لاندې اوبو رییس عزیز الرحمان عزیز وايي: «د بودیجوي محدودیتونو له کبله موږ و نه شول کولای چې د للندر ذخیروي پروژې ودانیزې چارې پیل کړو.بل‌خوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د اوبو له کمښته شکایت کوي. د پلازمینې اوسېدونکی احمد وايي: زه هره ورځ درې ځله اوبو پسې راځم، خلک ډېر دي، ګڼه ګوڼه وي

ورته مهال د کابل ښار د خیرخانې سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د  څاګانو اوبه یې وچې شوي او ناچاره دي چې له نورو ځایونو اوبه یوسي. د خېرخانې سیمې اوسېدونکی سمیر وايي: «څلور سوه کورنۍ له یوه ځایه اوبه اخلي، په ډېرې سختۍ وار رارسېږي او کور مو هم لرې دی.

نور یی ولوله | امریکا افغانانو لپاره د ایس ای وي ویزه اسانوي

نور یی ولوله | امریکا افغانانو لپاره د ایس ای وي ویزه اسانوي

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی محمد حسین وايي: اوبه لږې دي او په نلونو کې اوبه ډېرې وروسته راځي، نږدې په اته ورځو کې یو ځل او څاګانې هم وچې شوې دي بل پلو د اوبو یو شمېر پلورونکي وایي، د تېرو کلونو پرتله د کابل ښار ډېرو اوسېدونکو د اوبو پېرلو ته مخه کړې ده

د اوبو پلورونکی میرویس وايي: «سږ کال اوبه ډېرې پلورو او د نورو کلونو پرتله سږ کال اوبه هم ډېرې ښکته تللي دي

د اوبو او انرژۍ وزارت په وینا، د نفوس زیاتېدل، تر ځمکې لاندې اوبو ډېر کارېدل او د هوا بدلون هغه لامونه دي چې کابل ښاریان یې تر بل هروخته ډېر د اوبو له کموالي سره مخ کړي دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button