کابل کې د جاپان سفیر: افغانستان کې د “خوارځواکۍ” وضعیت زړهبوږنوونکی دی

اړوند خبرونه:
د مرستو کمېدل، پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو زیاتېدنه
د ۲۰۲۴ کال په رارسېدو افغانستان کې د لوږې بحران
په افغانستان کې د میندو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ پراخېدو ته د اندېښنو په دوام، په کابل کې د جاپان سفیر «تاکایوشي کورومیا» د افغان میندو او ماشومانو خوارځواکه وضعیت زړهبوږنوونکی بللی دی.
ښاغلي کورومیا په کابل کې د خوارځواکۍ له یو مرکز څخه د لیدنې پرمهال ټینګار کړی چې د جاپان حکومت د خوارځواکۍ خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې د افغان کورنیو ملاتړ ته ژمن دي.
بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې جاپان حکومت په دې وروستیو کې اووه میلیونه ډالر د میندو او ماشومانو د خوارځواکۍ درملنې په برخه کې مرسته کړې چې په دې سره ۳۰ زره کورنیو ته د دریو میاشتو لپاره خوراکي توکي چمتو شي.
د جاپان سفیر دا هم ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو وضعیت زړهبوږنوونکی دی، خو جاپان به په دې برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو ادامه ورکوي.
تر دې مخکې هم په افغانستان کې د میندو او ماشومانو ترمنځ د خوارځواکۍ پر پراخېدو اندېښنه ښودل شوې، او د خوړو نړیوال پروګرام د اټکل له مخې چې سږ کال به د دغو ماشومانو شمېر زیات شي.