کورني خبرونه

کابل کې د طالبانو په ملاتړ د شیعه او هزاره وګړو غونډه وشوه

 کابل کابل

کابل کې د طالبانو په ملاتړ د یو شمېر شیعه او هزاره وګړو غونډه وشوه  زر تنه شیعه او هزاره وګړو د  پنجشنبه  ورځ کابل کې د طالبانو د حکومت څخه په ملاتړ یی غونډه وکړه خو لدی  ډلې یې وغوښتنه کړی  چې خپل حکومت ټولشموله  کړي او ټولو ښځو  ته د زدکړو اجازه ورکړي

د دې غونډې تنظیموونکي او (حزب ملت افغانستان ) مشر جعفر مهدوي د غونډې ګډونوالو ته ویلی چی د پرځول شوی  ولسمشر محمد اشرف غني حکومت د افغانستان د تاریخ تر ټولو تیاره دور و . نوموړي ویلی چی  پخوانۍ حکومت خپلواکي نه درلوده او بهرني سفارتونه د حکومت پر ټولو برخو واکمنی کوله د خدای شکر چې اوس د تاریخ له هغه تیاره پړاو څخه  راتېر شوي یو. پر  همدې ناسته کې افغانستان  د شیعه وګړو یو بل مشر آیت الله واعظ زاده بهسودي هم موجود و  نوموړي د هزاره وګړو د غوښتنو او استازولۍ لپاره د ښاغلي مهدوي د کوښښ ستاینه وکړه

دا هم ولولئ | کابل کی د پاسپورټونه ویش موقتی بند او نورو ولایتو کی روان دی

. پخپله جعفر مهدوي غونډې ته ویلی  چی  له هغه رادیخوا چې طالبانو واکمنی لاسته راوړی  افغانستان کې جګړه او فساد ختم شوي او  هم امنیت ښه شوی. خو نوموړي پر طالبانو غږ کړی  چې یو ټولشموله  حکومت جوړ کړي او همدا رنګه  ټولو نجونو ته دې ښوونځیو ته د تلو اجازه ورکړي. نوموړي ویلی  هیله مند دی چی  په اینده  اوونیو یا میاشتو کې یو داسې حکومت جوړ شي چې د افغانستان د ټولو وګړو استازولي وکړای شي.

په همدې ناسته کې د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح مجاهد هم ګډون درلود او خپلو خبروکې یې پر  ملي وحدت او همکارۍ  ټینګار کړی. نوموړي ویلی   چی ژمنه کوو چې د اشغال پر ضد د جهاد له ختم کیدو  څخه  وروسته اوس د ابادۍ لپاره جهاد پیل کوو  افغانستان تازه له جنګه راوتلی او موږ د لویو پرمختیایي پروژو په موندنه  کې یو. په تېرو کلونو کې د افغانستان شیعه او هزاره وګړي

د داعش په څېر د ځینو سخت دریځو ډلو له اړخ  په نښه شوي. پخپله  طالبان هم په تېرو کلونو کې د دې وګړو پر ځورولو او وژنه تورن کړی. د طالبانو اوسني حکومت کې چې دوی یې سرپرست بولي هېڅ ښځه نشته او ډېری چارواکي یې د طالبانو سني مذهبه مشران او په خټه پښتانه وګړي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button